
د جنوبي کوریا د بحري ځواکونو قوماندان اعلان کړی، چې امریکا، جنوبي کوریا او آسټرالیا نن دوشنبه په ګډه نظامي بحري تمرینونه پیل کړي دي.
دغه تمرینونه د ججو په جزیره کې په داسې حال کې پیل شوي، چې ټاکل شوې سبا سې شنبه د امریکا ولسمشر له جنوبي کوریا څخه لیدنه وکړي.
دغه تمرینونه دوه ورځې دوام کوي. په تمرین کې د جنوبي کوریا څلور sejong بېړۍ چې راکېټونه توغوي امریکایي بېړۍ او د آسټرالیا پوځیان شامل دي.
کېدای شي p-3 الوتکې او MH-6- جنګي چورلکې هم ګډون پکې وکړي.
ډونالډ ټرمپ اوس مهال په جاپان کې دی، ټاکل شوې ده سبا جنوبي کوریا ته ولاړ شي. نوموړی د اسیا پنځو هېوادونو ته په دولس ورځني سفر بوخت دی او د سفر اصلي موخه یې هم له دغه هېوادونو سره د شمالي کوریا پر اتومي پروګرام خبرې کول دی، چې ویل کېږي د امریکا او سیمې هېوادونو لپاره ګواښ دی.