سعودي عربستان ایران ته ګواښ کړی

سعودي عربستان پر ایران تور پورې کړی، چې د ریاض پر نړیوال هوایي ډګر د برید په ناکامه هڅه کې لاس لري.
سعودي ویلي موږ کولی شو دا د جګړې د پیل لپاره بهانه وګڼو او ځواب یې و وایو.
دغه ادعا له هغه وروسته کېږي، چې سعودي عربستان وایي له یمن څخه توغول شوی راکټ چې موخه یې د ریاض نړیوال هوایي ډګر و خنثی او له منځه یې وړی دی.
د سعودي عربستان له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغه راکټ توغول د ایران مستقیم پوځي تعرض بلل کېږي. په خبر پاڼه کې راغلي عربستان له خپل هېواد څخه د دفاع حق لري، خو ایران په دې اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې هم رد کړې دي او دا یې د دوی پر وړاندې دسیسه بللې ده.