ټرمپ جاپان ته وړاندیز کړی چې له امریکا پرمختللې وسلې و پېري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي که جاپان له امریکا څخه نوې وسلې واخلي کولی شي د شمالي کوریا راکېټي سېستم له منځه یوسي.
ټرمپ نن دوشنبې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابه ته د خبرو پر مهال دغه وړاندیز کړی دی.
ډونالډ ټرمپ ویلي امریکا اوس د نړۍ په کچه پرمختللې وسلې لري، که جاپان غواړي چې د شمالي کوریا راکېټي سېستم له منځه یوسي او نابود یې کړي له موږ څخه د وسلې و پېري.
بلخوا د جاپان لومړي وزیر هم تایید کړې ده چې غواړي له امریکا څخه نوې وسلې واخلي او د جاپان دفاعي ځواک پیاوړی کړي.