
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې پرېکېدل د نړۍ لپاره ګواښ دی، ځکه دغه دواړه هېوادونه کولی شي د هستوی وسلو د پرمختګ مخه ونیسي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گابرائیل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د دغه دواړو هېوادو نو ترمنځ د اړیکو پرېکېدل د ټولۍ نړۍ پر زیان دي.
نوموړی وایي که شمالي کوریا د یوه غني هستوي پروګارم درلودونکې شي ور پسې نور هېوادونه هم هڅه کوي، چې په هستوي قدرت بدل شي. دی وایي یوازې امریکا او روسیه کولی شي د دغه ډول پېښو مخه ونیسي.