
د سعودي دولت اعلان کړی دی؛ هغه څوک چې د یمن شیعه حوثي ډلې د مشرانو په اړه معلومات ورکړي په ملیونونه ډالره به د انعام په ډول ورکړي.
هغه لست چې د سعودي شاهي دولت له لوري خپور شوی دی د حوثیانو د ۴۰ مشرانو او پوځي قوماندانانو نومونه د هغوی د سرونو له بیې سره راغلي دي.
ریاض وایي چې یاد ۴۰ تنه د حوثي شیعه ترهګرې ډلې مغز او پلان جوړوونکي دي چې د سعودي امنیت ته یې څرګند خطر پيښ کړی دی او د یاد هیواد پر وړاندې ترهګریز اعمال تر سره کوي.
په اعلان شوې لایحه کې د حوثیانو مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي په سر ۳۰ ملیونه ډالره، د یادې ډلې سیاسي دفتر مشر صالح علي الصماد په سر ۲۰ ملیونه امریکایي ډالر او د نورو ۳۸ کسانو په اړه د معلوماتو ورکوونکو ته له پنځو ملیونو نیولي تر ۲۰ ملیونو ډالرو پورې انعام ټاکل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په نوموړي لست کې د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح نوم نشته.
له بلې خوا د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف ایران تورن کړی دی چې د حوثیانو سره مستقیمې مرستې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي چارواکو او عربي ایتلاف څرګنده کړې چې پرون پر ریاض توغول شوي بالستیک توغندي کې ایراني مواد کارول شوي دي.
سعودي ویلي دي چې ایران ته به په مناسب وخت کې د دې کارونو ځواب ورکړي.