د واده لپاره لس مخکیني شرطونه

ډېری کسان، په ځانګړې توګه ځوانان، د واده له پاره یوازینی شرط مینه او لېوالتیا ګڼي، په داسې حال کې، چې د مېرمنې د ټاکنې له پاره یوازینۍ ټاکنه لېوالتیا نه ده، بلکې ډېر ټکي شتون لري، که چېرې له واده مخکې ورته پام ونه شي، نو کولای شي، چې په راتلونکې کې سرخوږی را منځته کړي. دا لیکنه په هغو ټکو باندې رڼا اچوي، هر هغه څوک چې د واده کولو قصد او هوډ لري، باید ورته پام وکړي.
 
۱ ـــ جسمي او اروایي روغتیا:
نجونې او هلکان باید له کوژدې او واده څخه مخکې د خپل راتلونکي خاوند/ مېرمنې د جسمي او اراویي روغتیا په اړه معلومات تر لاسه کړي. که چېرې د هر یوه جسمي روغتیا ستونزه درلوده، نو باید په دې اړه دواړه لوري، توافق ته سره ورسېږي. د اروایي روغتیا په اړه هم اروا پوهنه د شخصیت د سنجش او د شخصیت د ځانګړتیاوو، له ازمېښتونو څخه ګټه اخلي. که چېرې یو له دواړو لورو څخه شخصیتي اختلال او ګډوډي ولري، نو واده به له جدي ستونزې سره مخامخ شي.
 
۲ ـــ د کورنیو فرهنګي تناسب:
کله چې دوه کسان غواړي، له یو بل سره واده وکړي، نو باید یو د بل کورنۍ وپېژني، د دواړو لورو فرهنګي تناسب او د دواړو کورنیو ترمنځ ورته والی وسنجوي. دا چې نجلۍ یا هلک ووایي، موږ نور له خپلو کورنیو سره ژوند نه کوو، په بشپړه توګه ناسمه خبره ده. که څه هم هلک او نجلۍ له خپلې کورنۍ څخه جلا ژوند وکړي، خو په بشپړه توګه له خپلې کورنۍ څخه نه شي جلا کېدای، نو له دې امله د کورنیو رضایت او خوښي او په ژوند کې د هغوی حضور نباید نالیدلی ونیسئ.
 
۳ ـــ کورني سوابق:
د دواړو لورو کورنۍ هم باید له اراویي پلوه بررسي شي. هلک او نجلۍ چې ښه کورنۍ لري او د کورنۍ د غړو ترمنځ اړیکه رڼه او روښانه، توده او صمیمي ده او په هغې کې طلاق او روږدتیا ( اعتیاد ) شتون نه لري، د واده له پاره مهم او مناسب موارد دي، په داسې حال کې د بې نظمه او پرېښانه کورنیو له هلکانو سره واده کول، چې تل د جګړې، تاوتریخوالي او جروبحث په حال کې دي او بې شمېره کورنۍ ستونزې لري، له خطره ډګ ګڼل کېږي.
 
۴ ـــ د لوړو زده کړو کچه:
د لوړو زده کړو او له یو بل څخه د هیلو کچه باید په پام کې ونیول شي. غورده، چې د دواړو لورو د لوړو زده کړو کچه له یوبل څخه چندانې زیاته نه وي، ځکه ښایي په راتلونکې کې له ستونزو سره مخامخ شي.
 
۵ ـــ د ګټې کچه:
د ګټې کچه، حتا د دواړو لورو د پیسو مصرفولو ډول هم باید له واده مخکې مشخص شي او په دې اړه، چې دواړه لوري به د کور د لګښت له پاره څومره پیسې ورکړي، باید دقیقې او روښانه خبرې وشي.
 
۶ ـــ عقیدوي بنسټ:
دواړو لوري باید د خپلو مذهبي اعتقاداتو په اړه، له یو بل سره څرګندې او روښانه خبرې وکړي. که چېرې یو له دواړو لورو څخه مذهبي دی او د مذهبي دودونو او مناسکو پرځای کول ورته ډېر اړین او مهم دي، نو نه شي کولای، چې له یوه غیر مذهبي کس سره واده وکړي.
 
۷ ـــ د ژوند کولو ځای:
که چېرې دواړه لوري غواړي، چې له هېواد څخه بهر ژوند وکړي، نو دا غوښتنه باید دوه اړخیزه وي. که چېرې له دوو بېلا بېلو ښارونو څخه هم دي، باید د ژوند کولو د ځای په اړه سره هوکړې ته ورسېږي. د مېرمنې او خاوند له یو بل څخه لرې ژوند، کومه مانا نه لري او ورو ورو به د اړیکې د شلېدو سبب شي.
 
۸ ـــ د مخکیني واده سابقه:
کله وخت لیدل کېږي، چې فرد خپل مخکینی واده، له مقابل لوري څخه پټوي، دا ډېر غلط کار دی. په دې اړه باید په روښانه او څرګنده توګه خبرې وشي. کله وخت له خپل پخواني واده څخه ماشوم لري، راتلونکې مېرمن حق لري، چې په ژوند کې له خپل او د خپل خاوند له رول څخه معلومات ولري.
 
۹ ـــ د عمر اختلاف:
غورده، چې په جوړه کې د عمر اختلاف له لسو کالو څخه زیات نه وي. د عمر ډېر اختلاف کولای شي، په پوهاوي او د دواړو لورو ترمنځ په فردي تعاملاتو کې، ډېرې زیاتې ستونزې را منځته کړي.
 
۱۰ ـــ د خبرو اترو وړ مواردو جلا کېدنه د خبرو اترو له نه وړ مواردو څخه:
ځینې موارد لکه: د عمر، کورنۍ او د نوي واده اختلاف د خبرو اترو وړ دي او تر ډېره کولای شئ، چې د حل لاره ورته پیدا کړئ، په داسې حال کې، چې د اروایي روغتیا او د شخصیت د اختلاف موارد، تر څو چې فرد په بشپړه توګه ښه شوی نه وي د خبرو اترو وړ نه دي. ډېری کسان، چې د شخصیت له ګډوډیو سره لاس و ګرېوان دي، له خپلې ناروغۍ څخه نا خبره دي او خپل چلند طبیعي ګڼي، په داسې حال کې، چې شک او دې ته ورته نور چلندونه د مېرمنې/ خاوند، له پاره د زغملو وړ نه دي. د واده مشاور هغه موارد، چې ښایي د جوړو له پاره د اختلاف سرچینه وي، ور پېژني، ترڅو په اړه یې ډېر فکر وکړي. د واده مشاور هېڅکله نر یا ښځې ته نه وایي، چې تاسو د یو بل له پاره مناسب نه یاستئ، بلکې د خنډونو په ښودلو، د ستونزو په لرې کولو او یا هم د دواړو لورو په خبرولو کې، ډېره زیاته هڅه کوي. مشاور د خطر جوړونې هغه لاملونه تشریح کوي، کوم چې کولای شي، اړیکې ته زیان واړوي.
مه وایئ، چې خپله مهم دی، نه کورنۍ یې:
کله وخت د هغو څېړنو په پایله کې، چې مخکې له واده څخه ترسره کېږي، څرګندېږي، چې له کورنیو څخه په یوه کې چلندیزې ستونزې شتون لري؛ د بېلګې په توګه: د هلک یا نجلۍ ورور روږدی ( معتاد ) دی، یا د نجلۍ پلار په زندان کې شپې او ورځې تېروي، په داسې حالاتو کې، معمولاً د زوم یا ناوې کورنۍ له شک او تردید سره مخامخ کېږي، چې آیا دا اړیکه سمه ده او که نه؟
دا اندېښنې نه یوازې غلطې نه دي، بلکې طبیعي دي، چې د روزنیزو بېلګو په نا سم والي باندې د شک سبب ګرځي، ځکه له دا ډول کورنیو څخه د انسانانو اخیستنه ( برداشت ) دا ده چې د خپلو اولادونو سمه روزنه یې نه ده کړې. نو د زوم یا ناوې رونیزه ګډوډي ښایي وروسته را برسېره شي، چې تر اوسه نه ده ښکاره شوې، خو که چېرې دې موضوع ته له علمي او اروا پېژندنې پلوه وګورو، نباید د یوه کس تېروتنې ته د هغه په کورنۍ پورې تړاو ورکړو.
په دې مواردو کې باید مشاور ته ورشئ، د مشاورې په غونډو کې کولای شئ، تر یوه بریده د فرد په شخصیت پوه شئ او د کورنۍ له څرنګوالي څخه یې خبر شئ. البته د انسانانو شخصیت له یو بل سره توپیر لري او په دې اړه پرېکنده وړاندوینه شتون نه لري، خو کله چې وینو، په هغې کورنۍ کې چې څو روږدي کسان شتون لري، یا د کورنۍ په غړو او دغه راز په خپلوانو کې یې د طلاق کچه ډېره لوړه ده، له دا ډول کورنۍ سره د اړیکې په ټینګښت کې باید ډېر فکر وکړئ او مه پرېږدئ، چې دا کوژده ترسره شي. کوژده باید په ډېر پام او فکر سره ترسره شي. که چېرې دا مهم لاملونه په پام کې ونه نیول شي، نو په راتلونکې کې د ډېرو ستونزو د را برسېره کېدو احتمال شتون لري.