
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، موږ د شمالي کوریا د مسلې په حل کې د پوتین مرستې ته اړتیا لرو.
نوموړي ویلي، تمه لري، چې د اسیایي هېوادونو د سفر پر مهال د روسیې د ولسمشر پوتین سره هم وګوري. ټرمپ په توکیو کې د خپل سفر پرمهال ویلي، کیدای شي له پوتین سره وګورم، د شمالي کوریا د مسلې په حل کې د پوتین مرستې ته اړتیا لرم. د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دمتری پیسکوف هم ویلي، که مخکې له مخکې په دې اړه خبرې وشي کېدای شي پوتین له ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د امریکا ولسمشر له دې مخکې هم له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي و، چې له پوتین سره لیدل ورته ډېر مهم دي او غواړي د اوکراین په مسله هم ور سره خبرې وکړي.