
د سعودي دولت په مشري عربي ایتلاف اعلان کړی دی چې د حوثیانو له خوا پر ریاض توغول شوی بالستیک توغندی د سعودي له خوا په هوا کې ویشتل شوی او خنثی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې حوثیانو اعلان وکړ چې د ریاض پر ملک خالد هوایي ډګر یې له یمن څخه لېرې واټن ویشتونکی توغندی ورولی دی خو سعودي دولت ویلي دي چې یاد توغندی په ړانده ډول په ښاریانو او عامو خلکو ورول کیدلو چې مخه یې ونیول شوه.
ویل کیږي چې توغندی د ملک خالد هوایي ډګر په مربوطاتو کې لویدلی دی او هیڅ زیان یې نه دی اړولی.