
پاکستاني سوداګرو د دغه هېواد چارواکوته په یوه لیک کې لیکلي، چې په افغان بازار کې د هند او ایران د نفوذ مخه ونیسي او پر ځای یې دې پاکستاني سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
پاکستاني سوداګر وایي که هېواد یې خپل نوي قوانین چې د تورخم بندر لپاره یې جوړ کړي بېرته وا نه خلي کېدای شي د دغه هېواد سوداګر افغان بازار چې کلونه د دوی په ولکه کې و، له لاسه ورکړي.
ویل کېږي، چې دغه قوانین یوازې په تورخم بندر کې پلي کېږي، نه په سپین بولدک کې. پاکستاني سوداګر دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې افغانستان د هند او ایران په مرسته په چابهار بندر کې ترانزیت پیل کړی او له دې لارې هندي مالونه افغانستان ته واردېږي.