
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د اسیا پنځو هېوادونو ته خپل دولس ورځنی سفر پیل کړ.
له ۱۹۹۲ مېلادي کال وروسته دا د امریکا د ولسمشر تر ټولو اوږد سفر دی، چې اسیایي هېوادونو ته یې کوي. په ۱۹۹۲ کال کې د امریکا د وخت ولسمشر جورج بوش هم اسیاسي هېوادونو ته په دولس ورځني سفر تللی و.
ټاکل شوې ده ډونالډ ټرمپ به جاپان، جنوبي کوریا، چین، وېتنام او فیلیپین ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا او اقتصادي مسایلو په اړه د دغه هېوادونو له چارواکو سره خبرې اترې وکړي او په یو شمېر غونډو کې به هم ګډون وکړي.
ډونالډټرمپ سبا یک شنبه د جاپان له له لومړي وزیر شینزو ابه سره ګوري، چې تازه یې ټاکنې ګټلې دي. د نومبر په اوومه نېټه به جنوبي کوریا ته ولاړ شي او د دغه هېواد له مشرانو سره به د شمالي کوریا د اتومي پروګرام څخه د را ولاړو شویو تهدیدونو په اړه خبرې وکړي. ټرمپ د نومبر په اتمه نېټه په نړۍ او سیمه کې په اقتصادي برخه کې خپل سیال هېواد چین ته ځي، چینایي چارواکي وایي د دواړو هېوادونو مشران د خبرو اترو لپاره ډېر څه لري، خو شمالي کوریا به یې د بحث وړ موضوع وي. دغه راز ډونالډ ټرمپ د اکټوبر په لسمه د اسیا د همکارو هېوادونو په غونډه کې ګډون کوي، چې په ویتنام کې جوړېږي او د خپل سفر په وروستۍ ورځ له فیلیپین څخه لیدنه کوي.