اذربایجان د افغان سرتیرو د روزنې موافقه تایید کړه

د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف له خوا هغه هوکړه لیک تایید شو چې په ترڅ کې به یې د دغه هیواد دفاع وزارت له خوا د افغان سرتیرو روزنه کیږي.
یاده هوکړه د روان کال په مې میاشت کې د دواړو هیوادونو د دفاع وزارتونو تر مینځ شوې وه.
د اذربایجان خبري رسنۍ وایي چې یاده روزنه د اذربایجان دفاع وزارت په تعلیمي انسټیټیوټ ورکړل شي، خو د روزل کیدونکو سرتېرو شمېره نه ده په ډاګه شوې.