سومالیا کې د امریکایي جنګي الوتکو په بمبارۍ کې داعش ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې

د سومالیا په شمال ختیځ کې د جمعې ورځې په سهار دوو امریکایي جنګي الوتکو د داعش ډلې پر وسله والو بمونه وغورځول چې له امله یې د امریکا پوځي چارواکو تایید کړه چې په دواړو بریدونو کې ګڼ شمېر داعش وسله وال وژل شوي دي.
د افریقا لپاره د امریکا ادارې یا افریکوم ویاند انتوني والفو ویلي دي چې یاد بریدونه په موخو برابر لګیدلي دي چې د سومالیا دولت د ملاتړ په موخه له یاد حکومت سره په موافقه تر سره شول.
دا لومړی ځل دی چې امریکا په سومالیا کې داسې بریدونه تر سره کوي او د رسنیو له لارې یې اعلانوي.
یاد بریدونه په داسې حال کې تر سره کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره مارچ میاشت کې پنټاګون ته اجازه ورکړه تر څو په سومالیا کې د ترهګرو پر وړاندې بریدونه تر سره کړي.
له بلې خوا د سومالیا قندله ښار مسوول جامع محمد ویلي دي چې یاد بریدونه د بوق په سیمه تر سره شوي دي.
ویل کیږي چې ملکې وګړو ته په نوموړې پېښه کې زیان نه دی رسیدلی.