
له واشنګټن څخه خبرونه وایي چې پر ټویټر د ډونالډ ټرمپ اکاونټ جمعه د شپې د ۱۱ دقیقو لپاره بند شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتل پر خپله ټویټر پاڼه ټویټ وکړي چې اکاونټ یې داسې ځواب ورکړ: بښنه غواړو، په دې نوم حساب نشته!
د ټویتر مسوول ویلي دي چې د نوموړي حساب د ټویټر خودکار سیستم له خوا بند شوی و چې له کمپنۍ سره تر تماس وروسته بېرته جوړ کړل شو.
له بلې خوا د ټویټر زیاتره کارکوونکي هم د ټرمپ حساب ورکیدو اندیښمن او حیران کړل چې له دې امله د ټویټر کمپني مجبوره شوه پر خپل رسمي حساب خلکو ته ډاډ ورکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاتره وخت خپلې مهمې څرګندونې پر ټویټر کوي چې ډیری وخت د نړۍ د خبرونو سرټکي هم جوړوي.
https://twitter.com/TwitterGov/status/926238960594178048