فرانسه د نوې کالدونیا د خودمختارۍ لپاره ټولپوښتنه تر سره کوي

د فرانسې دولت اعلان کړی دی چې د دغه هیواد یوې برخې نوې کالدونیا لپاره به په ۲۰۱۸ کال کې ټولپوښتنه تر سره شي.
تر اوسه د ټولپوښتنې دقیقه نیټه نه ده په ګوته شوې خو ویل کیږي چې باید د نوامبر تر لومړۍ نیټې تر سره شي.
د فرانسې لومړي وزیر ایډوار فلیپ په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي دي چې دوی د یوه سیاسي توافق په پایله کې پریکړه کړې ده چې ټولپوښتنه تر سره شي.
نوموړي زیاته کړې ده چې مهمه د دوی تر مینځ اعتماد او ډېر کارونه په مخکې لري.
داسیمه د استرالیا د ختیځ ته پراته کوچني ټاپوګان دي چې اوسمهال د فرانسې تر واک لاندې ده.