
په کابل کې د امریکا سفارت د ولسي جرګې غړو ته د ویزو پر ورکړه د تل لپاره بندیز لګولی دی.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د امریکا سفارت اعلان کړی، چې ځکه یې وکیلانو ته د ویزې پر ورکړه د ډېر وخت لپاره بندیز لګلوی، چې ناوړه ګټه یې ترې اخیسته. سرچینه وایي، وکیلان د امریکا له ویزې څخه سو استفاده کوي، امریکا ته خپلې کورنۍ بیایي، له هغه ځایه کاناډا ته ځي او هلته پناه اخلي.
د امریکا سفارت دغه راز ځینې وکیلان په کمیشن کارۍ هم تورن کړي دي.