نواز شریف پاکستان ته راستون شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د فساد ضد محکمه کې له ځان څخه د دفاع په موخه نن خپل هېواد ته راستون شوی دی. نواز شریف په داسې حال کې پاکستان ته راغلی، چې مېرمن یې بیګم ګلثوم لا هم په لندن کې ده. د نوموړي د سپرلۍ الوتکه تیره ورځ سهار اووه نیمې بجې په اسلام اباد کې د بې نظیر بوټو په هوایي ډګر کې را ښکته شوه.
نواز شریف  د خپلو ملاتړو په یوه غونډه کې ګډون وکړ او نن د جمعې په ورځ به له ځان څخه د دفاع په موخه محکمې ته حاضر شي. که څه هم محکمې تېره اونۍ د شریف د نیولو امر کړی و، خو پاکستاني رسنۍ وایي، چې کېدای محکمې ته د ده په حاضرېدو دغه پرېکړه بېرته واخیستل شي. د پاکستان سترې محکمې د روان مېلادي کال د جولای په ۲۸ نېټه له دې کبله له دندې څخه د نواز شریف د ګوښه کېدو حکم صادر کړ، چې پر نوموړي د فساد تورونه موجود و.