
امریکایي سرچینو خبر ورکړی دی چې نن پنجشنبه سهار وختي د یاد هیواد کلوراډو ایالت تورنټون ښار په یوه سوداګریز مرکز کې پرعامو خلکو ډزې شوي دي چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپيان دي.
ویل کیږي چې یاد برید د وول مارټ په سوداګریز مرکز کې تر سره شوی دی چې سمدلاسه سیمې ته پولیس او مرستندویه ډلې رسیدلي دی.
تر اوسه د برید کوونکو او د برید په اړه د وروستیو کره تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.