
یو ډول بخل مونږ ټول پیژنو، او ورســـره اشنا یوو، چې هغه بخل عبارت دی، دمال نه لګښت او یا دژوند له ضروري او اړینو لګښتونو څخه پیسې سپمول دی، دغه کارته بخل ویل کیږي.
اصل کې لوی بخل دا دی چې د نورو پۀ خوشحالې دی تندي ګروځ وی، او نه غواړي چې نور خلک دی خوشحال او نېکمرغه ژوند ولري، همدې ته لوی بخل ویل کیږي·
زمونږ پۀ ټولنه کې همدا "بد بخل" اوج ته رسېدلي، که چېرته یو کس اقتصادي یا علمي پرمختګ وکړي، نور خلګ پۀ ځاي ددې چې دغه شخص وستایې او یایې تشویق کړي، پۀ نوموړي شخص باندي بدې خبرې کوي. داځکه چې؛ زمونږ ټولنه کې لويه بدبختي داده چې، زمونږ عقلونه ددی غټ بخل ښکار شوې دي.
که دا ذهنیت خپل کړو چې ، یوڅوک کوم موقف ته رسیږي، هغه دی الله ورکړه دی، د الله پۀ ورکړه ولې یوڅوک بخل وکړي. ددی بخل درلودل پرته له دی چې دیو انسان عقل او حواس له منځه یوسي، او خپل ژوند درباندي تریخ کړي، نور هیڅ تاسو ته نشي درکولای.
اړینه به وی چې دلته د "سټیفن کاوي" وینا رانقل کړم، چې د ډېروالي او لږوالي دفکر په اړه یې لیکلي ده.
د ډېروالي فکر: پۀ دنیا کې خیر او برکت ډېر دی او هم دومره فرصتونه شته چې ټولو ته رسېږي. لازمه نه ده، چې د خپلې برخې پۀ ترلاسه کولو سره نورو ته ضرر ورسوو. بلکې کولی شو، چې خپله ګټه پۀ داسې ډول ترلاسه کړو، چې نورو ته تاوان و نه رسېږي. څوک چې دا فکر لري، هغوی د نورو پۀ پرمختګ سترګې نه درنوي او که څوک پرمختګ وکړي نوموړی ورسره مرسته کوي او لوره لري چې نور خلک پرمختګ وکړي.
د لږوالي او بخل فکر: خیر او فرصتونه ډېر محدود دي (ژوند یوه ګوله ده که تاسې پورته نه کړه نو بل راځي او هغه نوشي جان کوي) څوک چې دا فکر لري هغوی وایي، چې پۀ دوو کې به یو متضرر کېږي. او ژوند هم ټول د لږو شیانو د ترلاسه کولو د سیالۍ لپاره دی او هر څه پۀ تضاد کې دي. دوی له بل چا سره مرسته نه کوي، چې پرمختګ وکړي. په بخل سره د هغوی مخه نیسي.
مګر هغه کسان چې د لږوالي فکره ورسره دی هغوی تل په دې ویره کې دي، چې بل څوک بریالي نه شي او د نورو پرمختګ ورته د زغملو نه دی. هغوی فکر کوي هر ډول ښه څیز او امتیاز یوازې د هغوی حق دی او که بل چا ترلاسه کړ نو داسې وګڼه چې د دوی برخه یې اخیستې. دا ډول خلک د نورو له ستاینې وېره لري، د نورو په اړه حقیقي معلومات نه شریکوي ځکه ډارېږي چې دا هغوی ته ګټه ونه رسوي او پۀ دې سره دوی تاوان ونه کړي. همدارنګه کله چې کوم بریالیتوب ته ورسېږي بل چا ته د خپل موفقیت راز نه شي ښودلی، داسې نه چې له دوی څخه ترلاسه شوی نعمت وا خلي. هر فرصت چې بل یې ترلاسه کوي، فکر کوي چې همدا وروستی فرصت ؤ او بس، نو کینې او حسد ته مخه کوي، دا ډول خلک ډېر حسود او بخیل وي او بخیل تل د ورکې احساس کوي او له چا نه چې څه شی ورک شي هغه خو خامخا پرېشانه او خفه وي.
څوک چې د ډېروالي فکر لري هغوی ډېر آرام او هوسا وي، هغوی ته د نورو خلکو بریالیتوبونه ګواښ نه رامنځ ته کوي بلکې هغه هم د ځان پۀ ګټه بولي، د هغوی ستاینه کوي او لا یې د پرمختګ هیله کوي. که خپله بریالیتوب ترلاسه کړي بیا نو تل خپلې تجربې له نورو سره شریکوي او هڅه کوي چې خپل ملګری او دوستان هم له اړونده فرصتونو څخه ګټه پورته کړي. دا خلک تل روحًا خوشاله وي. د ډېروالي فکر درلودونکی د بل پر نعمت خوښ او د ځان او نورو لپاره له الله ج څخه ډېر او لا ښه غواړي.
که د ښاغلي سټیفن وینا ته وګورو دلوي بخل زیانونه ښه پۀ ډاګه پکښې ښوودل شوي دی . نن زمونږ پۀ ټولنه چې کوم محشر جوړ دی، یو سبب یې همدا لوی بخل ده چې دنورو پرمختګ مو ځانوته اور ګرځولي وي.
له بد بخل څخه دخلاصون لار داده، باید خپل روحي اړخ قوی کړو، دا ومنو چې لوی خداي (جل جلاله) دا دنیا لویه پیدا کړي او هر شخص ته به خپل خپل قسمت په نصیب رسیږي.
که خپل دین ته وګورو! زمونږ پۀ دین کې د الله اکبر کلیمه یوه شریفه او پۀ هر لمانځه کې ډېر ځله تکرارېدونکي کلیمه ده، ددی شریفی کلیمی له ویلو دا ښه پۀ ډاګه کیږي چې الله (جل جلاله) لوی دی، دالله پۀ دی لویه دنیا کې هرڅه پراخ دی او هیڅ کمښت پکشې نشته، نو مونږ ولی دالله دا پراخه دنیا تنګه وګڼو، چې لوی الله دی، لویه دنیا یې هم پیدا کړي ده · راځئ نور له تنګ او کم فکري څخه دالله اکبر دکلیمی پۀ ویلو دا دنیا پراخه وګڼو! د نورو پر مختګ، نېکمرغې، خوشحالې، که دځان نه ګڼو، باید دخپلې نېکمرغې، خوشحالې او بریالتوب یوه څانګه یې خامخا وګڼو.
زمونږ په خوږ دین کې بخل او حسد دواړه مردود او ناکاره عملونه ښودل شوی، او پۀ دی لوی بخل کې بخل او حسد دواړه شته دي. که بیا هم تنګ نظري یوو او غواړو چې لویه دنیا پۀ ځان تنګه کړو، او د خپل دین او اسلامي ارشاداتو څخه پۀ ناخبری همدغه شوم او بد عادت چې لوی بخل ده نه پرېږدو! دا به مو له خپل ځان سره ستره جفاء کړي وی، پرېږدئ! چې نور دتمدن پۀ لور حرکت وکړو، د تربور له کلمي څخه مثبته استفاده واخلو، یو دی بل پرمختګ کې سره همکار شو، زمونږ پرمختګ پۀ دی کې ده، چې یو بل ته دلورینې لاس سره ورکړو، او پرمختګونه رامنځ ته کړو! نه دا چې دبل پرمختګ دځان خپګان وګڼو او دتير پۀ څیر له ټولې نړۍ څخه شاته پاته شو.
د ګران محمد مصطفی (صل الله علیه وسلم وینا دا رازده کوي چې باید ټولنیز ژوند کې تل سره دوستان او ملګري جوړ شو. هغه صل الله علیه وسلم فرمایې "یا معشر الأنصار تهادو فان الهدیه تسل السخیمه " ژ: ای دانصارو ټولۍ! یو او بل ته هدیه (تحفه) ورکوئ، ځکه تحفه کینه لیري کوي.
له دی حدیث شریف څخه دا هم زده کولی شو؛ که مونږ له چا سره کینه لرو، د کیني لیري کولو لپاره تحفي سره ورکړو. تحفه نه یواځي داده چې چاته څه شي واخلو، بلکې تحفه یوه ښه خبره هم چې چاته وکړو، تحفه کېدلی شي. نو سر له ننه که له دی بد عادت څخه ځانونه خلاصول غواړئ، دغه محمدی نسخه وکاروئ! او له لوی بخل څخه ځانونه او خپل خپلوان وساتئ!
د یوې داسې ټولنې پۀ هیله چې نه بخل اونه کینه وی، نه زړۀ ازارول او نه زړۀ تنګول وي، تل دهر یوه خوشحالې کې سر ګډ ولاړ یوو! د لوی بخل پۀ ځاي لویه لورینه رامنځ ته کړو او تل دیو ښاد افغانستان په هڅو کې سره شریک وه اوسو.