
روسیې اعلان کړه چې د روان میلادي کال د نومبر په ۱۸مه به د روسیې په سوچي ښار کې د سوري کړکیچ د سیاسي حل په موخه غونډه جوړه کړي چې د سوریې ټول ښکیل اړخونه به پکې ګډون وکړي.
په یاده غونډه کې د ګډون په موخه ۳۳ سوري ګوندونو او ډلو ټپلو ته بلنه ورکړل شوې ده.
مسکو ګواښ کړی دی چې که هره ډله په یاده ناسته کې ګډون ونه کړي له سیاسي خبرو اترو به بهر کړل شي.
له بلې خوا د سوریې په شمال کې د کردي ځواکونو مشر چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په نامه یادیږي ویلي دي چې دوی ته هم په یاده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د سوریې په چارو کې روسي مسوول الکساند لافرنتیو په دې اړه په خبري کنفرانس کې مفصلې خبرې کړي دي او څرګنده کړې یې ده چې په یاده غونډه کې به په مختلفو موضوعاتو لکه اوربند، د بندیانو خلاصون، د یو بل جسدونو سپارل، د بشري مرستو رسولو او لارو خلاصونه په اړه خبرې اترې وشي.
نوموړي په پای کې ټینګار وکړ چې باید ټول ښکیل اړخونه په یاده غونډه کې ګډون وکړي.
له دې پخوا د قزاقستان به پلازمېینه استانه کې د روسیې، ترکیې او ایران په هڅو د سوري کړکیچ په هکله څو غونډې وشوې چې امریکا پرې راضي نه ښکاري.