د لیبیا ختیځ ښار درنه کې د هوایي بمبارۍ له امله ۱۷ تنه ملکیان وژل شوي، تور په مصري ځواکونو پورې دی

عربي سرچینې وایي چې د لیبیا خیتځ ښار درنه کې د نامالومو الوتکو له لوري په بمبارۍ کې ۱۷تنه ملکي وګړي وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.
پېښه پرون ماښام رامینځته شوې ده چې په اړه یې د لیبیا دولتي عالي شورا بیړنې غونډه راغوښتلې ده.
شورا مصري الوتکې تورنې کړي دي چې یاد بریدونه یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه کړي دي.
ویل کیږي چې په یاده سیمه کې ښځې او ماشومان په یوه محفل کې سره راټول وو چې پوره یو ساعت پرې بمباري شوې ده.
په پېښه کې د ۱۷ تنو په وژل کیدو سربېره ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.