
بریالیتوب هغه ټولنیز ارزښت دی، چې هر څوک غواړي چې بریالیتوب یې په برخه شي، د ټولنې هر کس غواړي چې د بریالیتو انسانانو په کتار کې ودرېږي. موږ ډېر ځله د ناکامۍ له وېرې د بري کار ته نه ورته مخ ته کېږو او له دې څخه وېره لرو چې ناکامي به مو په برخه شي، همدا وېره زموږ ځواکمنتیا زیانمنوي او زموږ په شخصیت کې د هڅې جوهر وژني.
داسې لیدل شوي چې یو زده کوونکی ښوونځي ته د ازموینې له وېرې نه ځي او له ازموینې څخه په دې خاطر وېریږي چې ښایي ناکام به شي، همدارنګه یو بې زړه شتمن د دې لپاره خپله پانګه په کار نه اچوي، چې کېدای له تاوان سره به مخ شي او ګټلې پیسې به یې له لاسه څخه ووځي، یو ۲۰ کلن ځوان د وینا او نطاقۍ سخت لېواله دی، خو له دې ویرېږي چې که د خلکو پر وړاندې ودرېږي ، نو کېدای شي دا څه یې له خولې څخه ووځي چې د ملنډو به شي او بیا به چاته نه شي کتلای، له همدې وېرې یې خپل ارمان ته په شخصیت کې خپل قبر جوړ کړی وي او له ډاره او ویرې یې په غونډو او محفلونو کې برخه نه اخلي، ډېر زده کوونکي د ناکامۍ له وېرې له استاده پوښتنه نه شي کولای او تر ویرېږي هغه څکه که چېرې له استاده وپوښتي، نو په زړه کې به ورسره کینه وساتي او بیا به یې په ازموینه کې ناکام کړي، زموږ ځينې کلیوال وایي:
د بې زړه لامبوزن مرګ له سینده وي. دا هم وایي چې بې زړه عسکر په ډز نه مري، بلکې له ډزه مري، د ډار او او ناکامیو دا انځور زموږ مزل اوږدوي او د بریالیتوب له سفره مو مخنیوی کوي.
نور بيا ......