
ليمه يوه، لس کلنه ماشومه ده.دا کيسه يې په جرمني ژبه ليکلې ده.
او موريې پښتو ته راژباړلې ده.
وه نه وه يوه وړه نجلۍ وه چې ثنا نوميده. ثنا يوه وړوکې پيشو درلوده چې هره ورځ به يې لوبې ورسره کولې.دوی دواړه يو بل ته ډيرې ګرانې وې.يوه ورځ سهار ثنا له خوبه پاڅيده او غوښتل يې چې د خپلې پيشو سره لوبې وکړې نو، خپلی پيشو ته يې غږ وکړ خو پيشو يې شا او خوا ونه ليده.ثنا خپلې مور ته ورغله او پوښتنه يې وکړه: ((مورجانې تا زما پيشو نه ده ليدلې؟)) مور يې په ډير خپګان سره ځواب ورکړ چې : (( زما خوږې ثنا جانې!ستا پيشو خو ډيره ناروغه وه او پرون شپه له موږ څخه ﻻړه.))
ثنا په غټو سترګو خپلې مور ته کتل او پوښتنه يې وکړه : ((ولې څه ناروغي يې درلوده؟))
مور سر کښته نيولی و او ځمکې ته يې کتل، ثنا ته يې وويل: ((زه هم سمه نه پوهيږم خو سا يې نه شوه اخيستی موږ دوا هم ورکړه خو کومه ګټه يې ونه کړه.))
کله چې ثنا دا ټول واوريدل نو په منډه د باندې ﻻړه چې ښايې چيرته خپله پيشو پيدا کړي.ثنا شا او خوا په بڼ کې ډير ځاييونه ولټول خو پيشو يې نه وه.ثنا په خپل ټول ژوند کې يو ځل هم نه وو ژړلې، خو نن ډيره خپه وه د ګلانو تر څنګ کيناسه او په ژړا شوه.ثنا خپلې ژړا ته حيرانه وه چې دا څه دي.همدا چې د ثنا اوښکه ځمکې ته ورسيده اوښکه يې ژوندی شوه.ثنا چې خپله اوښکه وليده ډيره وويريده.اوښکې په ډيرې مهربانۍ سره ثنا ته سلام ورکړ.ثنا چې د اوښکې مهربانې وليده نو ثنا هم بيرته د سلام ځواب ورکړ او نور ورڅخه نه ويريده.اوښکه او ثنا د يو بل سره ښې ملګري شوې . دوی به هره ورځ د يوې بلې سره لوبې کولې.يوه ورځ له لوبو نه وروسته ثنا پام شو چې ﻻ تر اوسه د اوښکې په نوم هم نه پوهيړي نو غوښتل يې چې له اوښکې نه يې د نوم پوښتنه وکړې خو په دې وخت کې اوښکې يوه داسې خبره وکړه چې ثنا يې ډيره خپه کړه.اوښکې ثنا ته وويل : ((زه غواړم نړۍ وګورم ،غواړم پوه شم چې زه څوک يم د څه استعداد په خپل ځان کې لرم او زما ځای چيرته دی؟))
ثنا ډيره خپه شوه چې اوښکه هم ورنه ځي.سبا سهار اوښکې له ثنا سره خدای پاماني وکړه او په نا مالومه خوا روانه شوه.په ﻻره کې اوښکې ځان سره سوچ کولو چې څه بايد وکړي،ځان سره يې وويل: ((دا چې زه يوه اوښکه يم په دې خو پوهيږم داچې نور څه يم او زما رښتونی ځای چيرته دی؟ زما استعداد په څه کې دی دا بايد پيدا کړم.))
ډيرې شپې او ورځې تيرې شوې چې يوه ورځ اوښکې يو ملخی وليد.ملخي په شنو وښو کې ټوپونو وهل او په خپل چرچر سره يې شورماشور جوړ کړی و.اوښکه خوشاله شوه او ځان سره يې وويل: ((ښايې زه به هم يوه ملخۍ يم زه به هم ټوپونه وهلی شم او داسې اوازونه به باسلی شم.))
اوښکې ډيره هڅه وکړه چې ټوپونه وکړي او د ملخي په څير اوازونه وباسي خو دا يو کاريې هم نشو کولی.هر څه يې کول چې اواز يې د ملخي اواز ته ورته شي خو د اوښکې غږ او د ملخي غږ به ډير توپير سره درلود.بيا يې هڅه وکړه چې د ملخي په څير ښه ټوپونه وکړي خو اوښکې د ملخي په نيمايې هم ښه ټوپ نه شو کولی.
اوښکه دې پايلې ته ورسيده چې زه ملخۍ نه يم او نه هم زما ځای دلته دی.زه نه د ټوپو استعداد لرم نه هم ښه غږونه کولی شم.اوښکې بيا خپله ﻻر ونيوله او روانه شوه.
اوښکه بيا تله تله تله تر څو چې يوه مچۍ يې وليده.دا د مچۍ په ننداره شوه.ځان سره يې وويل: ((ښايې زه به هم يوه مچۍ يم او الوتلی به شم او همداسې خوندور شات به جوړولی شم.))
اوښکې بيا هڅه پيل کړه چې والوزي.ډيره هڅه يې وکړه خو هر ځل به پر ځمکه بيرته راګوزار شوه.بيا يې د شاتو جوړولو هڅه پيل کړه خو هغه يې هم نه شول جوړولی نو پوه شوه چې يوه مچۍ هم نه ده،ځکه چې نه خو الوتلی شوه او نه يې هم شات جوړولی شول.نو بيا يې خپله ﻻر ونيوله او روانه شوه.اوس نو ډيرې ورځې تيرې شوي وې چې اوښکې له ثنا سره خدای پاماني کړې وه او په ثنا پسې ډيره خپه هم وه.له ځان سره يې پريکړه وکړه چې سبا به بيرته خپل کور ته ستنه شم او خپلی ثنا ته به ورشم.اوښکه پوره پس له يوې مياشتې بيرته خپل کور ته راورسيده،کله چې يې ثنا وليده ډيره خوشاله شوه او په منډه ثنا ته ورغله.له ثنا سره يې ځان ډير نيکمرغه احساسولو.اوښکه اوس پوه شوه چې ځای يې د ثنا تر څنګه دی او استعداد يې دا دی چې ثنا ته يې خوښي او ارامي وربښله،او هغه څه چې وه په خپل حالت ډيره خوښه او ارامه وه.اوښکې له ځان سره ژمنه وکړه چې بيا به هيڅکله د ځان بدلولو هڅه ونکړي.