انځورګر باران

  ښایسته دې مني ورځ وه .باران څاڅکي به په نڅاداسمان نه راښکته کیدل او ټوله ځمکه به یې نازوله  .یو یو څاڅکی به ز ما دکوټې په ښیښه باندې هم نڅیدو اوښایسته انځورونه به یې جوړول .کله چې مې په غور سره ورته وکتل  نو یا به یې ستا نوم  لیکلې و،او یابه  یې هم ستا د څیرې انځور  جوړ کړی و.هغه انځورونو به  کله ستا په څیر راته خندل اوکله به بیا مرور روان شول .هغه نقشونه  هم ستا په څیر یوازې څو شیبې به راسره وواو بیا به په خپله ﻻر روان شول .زه پوهیږم چې ته بې وفا نه یې خو وفادې هم ونشوه کولی. څومره زه او زما زړه نادان و.اخر ولې ما نشو قبلولېې چې ته هغه څوک وې چې د مینې الفاظو ته دې هم ژباړنه په کار وه،د سترګو په اشاره  پوه نشوې، موسکا ته دې په موسکا ځواب ورنکړ.هره دوهمه ادا کې دې جفا نغښتي وه.زه خو کله هم ستا د ژوند نغمه نشوم ،کله هم ستا به خوبونو کې خیال نشوم،او ستا د کتاب  شعر نشوم . ما په هر ګل کې ستا خوشبویې محسوسوله ،د خیال مالک مې یواځې ته وې دهر لفظ مطلب مې ته وې .زما هره ادا تا ته وه د زړه په ناره کې مې ته وې یواځې ته .خو سره د ټولو ته زما نشوې ،د جفا زولنې دې په ﻻس کړې اوروان په نا معلوم خوا شوې .زه پوهیږم چې زما مینه او د زړه ناره به تا بیرته زما په خوا را راوان کړي خو هغه وخت به ښایي زه نوره نه وم .که چیرې ما نه مرګ غیږ را ګډه کړي وه نو ته به هرو مرو زما ډورۍ خلاصوې ، ته به وګورې چې ﻻ هم تا ته سترګې په ﻻره یم او زما زړه کې یوازې ستا نوم لیکل شوی .