اجنبي

ته یو نا بللی میلمه وې خو بیا هم راغلې.زما په تیاره زرګۍ کی دمینی ډیوه بله کړه ما ته دې د ژوند مشال په ﻻس راکړ اوپه مینه دې تر ﻻسه ونیوم .تیاره ژوند کی د څراغونه راته ولګول او ﻻره دې راښکاره کړه.تا راته وېل چې مینه ښایسته ده ما هم مینه وکړه اوژوندراته حسېن شو. ستا ښودلې ﻻر باندې بې له پوښتني روانه شوم او تر یو ځایه خو رسیدلې هم وم خو اوس یې انجام په یوه لړه کې را نه پناه دی. ستا څه حق و، چې زما زړګی په ټوپو کړې او د محبت ښایسته رنګو سره یي اشنا کړې ، کله چی ستا منزل له ما نه جلا و. په نیمه ﻻر کې دې یوازې پریښودم او راته وایې چې خبر نه وم.اوس خو دې زړه په ګوګل کې يواځې ستا نوم پروت دی او يواځې ستا لپاره په ټوپو دی. ما ته ځان هغه ماشوم ښکاري لکه موریې چې په ګنه ګونه کې ورڅخه ورکه وې او ماشوم  هره خوا  لکه لېونی ورپسې منډې وهې نارې کوي ژاري خو هيڅ هم په ﻻس نه ورځي .   تا نه پوښتنه کوم چی اخر ولې ما پرېږدې او ځې؟ اوس خو ته زما عادت ګرځېدلی ېې بې له تا ژوندګران نه بلکه ناشونی دی.نور زما د زړۀ ښېرا مه اخله دا زړه ډیر دهجران په اور کی سوځيدلی ،داوښکو په بهېر کې ﻻهو شوی دی . نور بس ده ګرانه. زه بېرته هغه ﻻس غواړم چې ما ته بېا ﻻرښکاره کړي ، په لړو کې روښانې کرښې راته انځور کړي ، زه هغه لمبه غواړام چې زما د ژوندمشال  ته رڼا ورکړي ،هغه شغله غواړم چې زما زړه کې د مینې څراغ بل کړي او دې سوړ بدن ته مرور روح راوغواړي ،یو ځل بیا په شونډومې مسکا ونڅاوي  زه خپل اجنبي غواړام هولالیه زه تا غواړم..................   03.04.08