امریکا، جاپان او جنوبي کوریا د شمالي کوریا پر وړاندې ګډه اعلامیه خپره کړې

د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا د پوځ مشرانو په یوه ګډه غونډه کې شمالي کوریا د کوریا ټاپووزمې په نا امنه کولو تورنه کړې ده او له یاد هیواد څخه یې غوښتنه کړې ده چې په خپله کړنلاره کې دې تغیر راولي.
د یادو پوځونو مشرانو په درې اړخیزه غونډه کې چې د امریکا په مشرۍ په هاوایي کې د پاسفیک په پوځي مرکز کې جوړه شوې وه د شمالي کوریا پر وړاندې اعلامیه خپره شوه.