
په یمن کې شیعه سختدریځه ډله حوثیان چې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف پر وړاندې جګړه پر مخ وړي ویلي دي چې د سعودي په لېرې پرتو سیمو به توغندي ووروي او خبرداری یې ورکړ چې دا ځل به یې د توغندیو موخه د متحده عربي امارتو پلازمېینه ابوظبۍ وي.
د یادې ډلې ویاند محمد عبدالسلام له الجزیرې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د دوی جنګي الوتکو د سعودي په خاوره کې الوتنې کړي دي او د سعودي او یمن پر پوله به جګړې ته لا زور ورکړي.
له بلې خوا د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي دي چې د حوثیانو له ګواښونو نه ویریږي.