پیــره!(غزل)

 
د زمانــــې تکـــمیــله پیــره! نو ته نیم ولي یې؟
ای، له تیارو د ستورو میره! نو ته نیم ولي یې؟
ما خو د ژوند له هري ساه سره یو ځای لمانځلې
له یـــــارانې میــــراثه ویره! نو ته نیم ولي یې؟
په عبـــــرتونو مي دي ټولي نقـــطې وپـــوښــلې
په ځیګرو کي پروت ضمیره! نو ته نیم ولي یې؟
له تـا تاریخ هم اخیســـــتنه وکړه، وږی نشو
ته، د راتلونکي دنیاګیره! نو ته نیم ولي یې؟
تر اسمـــانو دي هم پـــخپلو پوښو منـــــډه وکړه
تر “فیــضاني” د حـق تاثیره! نو ته نیم ولي یې؟
2017/ 27/ 10
1:30 AM
کاري دفتر