
روهي (څلورنۍ/۳ د لړم)، د چين واکمن کمونېسټ ګوند ملي کنګرې پرېکړه وکړه چې اوسنی ولسمشر شي جين پينګ به د راتلونکو پنځو کالنو لپاره ولسمشر وي.
له ولسمشرۍ سره سره، نوموړی د چين د کمونېسټ ګوند د مرکزي کمېټې او سياسي دفتر مشر هم وټاکل شو، پینګ د ګوند په سياسي دایمي دفتر کې ترټولو مهم او لوړپوړی چارواکی هم دی.
په تېره اونۍ کې د چين د کمونېسټ ګوند د کنګرې ناسته پیل شوه، له وړاندې داسې انګېرنه کېده چې کنګره به برحاله ولسمشر شي جين پينګ يو ځل بيا د ولسمشر په توګه غوره کړي.
شي جين پينګ په ۲۰۰۷ کال د دايمي کمېټې غړيتوب تر لاسه کړ او په ۲۰۱۲ کې د ياد هېواد ولسمشر وټاکل شو. داسې انګېرنه کيږي چې نوموړی به په ۲۰۲۲ کال کې هم د ولسمشرۍ لپاره هلې ځلې وکړي.