د نړۍ ۲۶۰ مېليونه ماشومان او ځوانان ښوونځيو ته لاس رسی نه لري

روهي (څلورنۍ/۳ د لړم)، د يونسکو يا د ملګرو ملتونو ښوونيز، علمي او فرهنګي سازمان په نوی راپور او سروې کې راغلي دي، چې د نړۍ په کچه ۲۶۰ مېليونه ماشومان او ځوانان د ښوونځۍ لومړنيو زده کړو ته لاس رسی نه لري.
 
دد يونسکو په راپور کې راغلي دي، "۶۱ مېليونه له ۶ کلنۍ څخه تر ۱۱ کلنۍ پورې ماشومان د ښوونځۍ لومړنيو زده کړو، ۶۰ مېليونه له ۱۲ کنلۍ څخه تر ۱۴ کلنۍ پورې ماشومان د ښوونځۍ منځنيو زده کړو او ۱۴۲ مېليونه له ۱۵ کلنۍ څخه بيا تر ۱۷ کلنۍ پورې ځوانان او ماشومان د لېسې دورې زده کړو ته لاس رسی نه لري."
 
دا راپور له ۲۰۱۰ زېږديز کال څخه تر ۲۰۱۵ زېږديز په موده کې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې برابر شوی دی.
 
د يونسکو عمومي مشرې ایرینا بوکووا په دې اړه اندېښنه ښودلي او زياته کړې يې ده، "مونږ بايد نړيواله ټولنه وهڅو ترڅو د نړۍ په کچه دغه لويه ناکامي له منځه يوسي. نن ورځ په نړۍ کې ۲۶۰ مېليونه ماشومان ښوونځيو ته نشي تللی، دوی ته د زده کړو چمتو کولو زمونږ د ټولو ګډ مسووليت دي او په ګډه کولی شو ترڅو دغه ستونزه هواره کړو."
 
د آغلي بوکووا په وينا، غښتلي پلانونه بايد رامنځ ته شي ترڅو د زده کړو پر وړواندې دغه ستونزې له منځه لاړې شي. هغه دولتونه چې په کې د زده کړو ټېته سلنه لوړه ده بايد ډېر مسوول اوسئ. په دې برخه کې د نړيوالو ډونارانو مرستې ډېرې اړينې دي.
 
يونسکو دغه راپور په داسې وخت خپور کړی او له نړيوالو څخه يې د حل غوښتنه کړي، چې دوه اونۍ وړاندې د نړۍ دوه غښتلي هېوادونه د امريکا متحده ايالاتو او اسرائيلو له ياد سازمان څخه د وتلو خبر ورکړ.