روسیه وایي ولسمشر اشرف غني دې د دوی پر وړاندې له تبلیغاتو لاس واخلي

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دې د روسیې پر ضد تبلیغات نه کوي.
یاد هیواد دا خبره رد کړې ده چې ګواکې دوی په افغانستان کې له وسله والو ملاتړ کوي.
روسیې څرګنده کړې چې یادې موضوع ته د غربي رسنیو له خوا لمن وهل کیږي او ولسمشر اشرف غني یې باید تر اغیزې لاندې رانشي.
روسیه وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي چې ولسمشر اشرف غني په پکتیا ولایت کې له خونړۍ پېښې وروسته یاد ولایت ته سفر ورکړ او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې طالبانو ته پیغور ورکړی چې ګواکې له داسې هیواد څخه مرستې تر لاسه کوي چې یو نیم ملیون افغانان یې په شهادت رسولي دي.
که څه هم ولسمشر په مستقیم ډول د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی خو ګومان کیږي چې اشاره یې روسیې ته وه.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې پخوا دا منلې وه چې د داعش له مینځه وړلو په موخه له طالبانو ملاتړ کوي.