شمالي کوریا: ټرمپ لیونی دی او د جګړې تبې نیولی دی

د شمالي کوریا رسمي ورځپاڼې پرون ولیکل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیونی شوی دی او د جګړې تبې نیولی دی.
په یاده مقاله کې راغلي چې سپینه ماڼۍ، پنټاګون او د بهرنیو چارو وزارت سختې ورځې تیروي ځکه چې دوی باید ډونالډ ټرمپ چې لیونی دی او د جګړې تبې نیولی دی کرار کړي.
همدارنګه شمالي کوریا وایي چې ټرمپ ځان او امریکا له د تباهۍ کندې ته ټیل وهي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا له ۲۵ کلونو ورسته د لوموړي ځل لپاره په اټومي وسلو سمبالې بم اچوونکې الوتکې د تیارسۍ په حالت کې درولي دي.