د هند او پاکستان پر پوله د دواړو هیوادونو پوځیانو تر مینځ ډوز کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په راولپنډۍ کې د هند او پاکستان پر پوله د هندي او پاکستاني پوځیانو ترمینځ په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.
ویل کیږي چې یاد کسان ملکیان دي او د پولې دې غاړې ته د نو کوټ کلي اوسیدونکي دي.
پاکستان وایي چې لومړۍ ډزې هندي پوځیانو پیل کړي دي او دوی ځوابي غبرګون ښودلی دی.
تر اوسه د پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.