د سوریې پوځ د داعش تر ټولو لویه د وسلو ډیپو موندلې ده

د روسیې خبري آژانس وایي چې د سوریې پوځ د روسیې هوایي ځواکونو په مرسته د سوریې په المیادین ښار کې د داعش ترهګرې ډلې تر ټولو لوی انبار موندلی دی.
د سوریې پوځ مشر حیسن سهیل ویلي دي چې دوی به یوازې وکولی شي په شپږو ورځو کې یاده وسله او مهمات له سیمې څخه انتقال کړي کوم چې زیاتره یې په بهرنیو هیوادونو کې جوړې شوي دي.
ویل کیږي چې له داعش څخه د المیادین ښار له نیولو وروسته له دوی څخه په زیاته پیمانه بیلابیلې وسلې، راکټونه او زغره وال ګاډي پاتې شوي دي.