افغانستان د تېرو شا او خوا څلور لسیزو جګړو او کورنیو نا خوالو له امله نه یوازې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ډګر کې زیانمن شو، بلکې پدې موده کې د هېواد تر ټوله ستره پانګه یعنې ځوانان مو هم له هر پلوه زیانمن شول چې له هغې ډلې د ځوانانو بې سوادي، بې کاري او ډله ډله بهر ته کډوال کیدل، د دوی په ژوند کې یوه ستره ستونزه بلل کېږي.
ځوان کهول د ټولنې د ملا د تیر او یوه داسې ځواک حیثیت لري چې د هېواد د روښانه راتلونکي په جوړولو کې رغنده او د پام وړ ونډه لري، ځوانان کولای شي د تعلیم او زده کړې له لارې هغه ناخوالو او نیمګړتیاوو ته د پای ټکی کېږدي چې دا څو لسیزې موږ ورسره مخ یو. د افغانستان د نفوس شا او خوا 65 سلنه ځوانان جوړوي چې عمرونه یې له 15 څخه تر 25 کالونو پورې دي، خو له بده مرغه هغه آستانتیاوې او فرصوتونه چې باید په یوه ټولنه کې د ځوان کهول لپاره برابر شي، زموږ په هېواد کې نه یوازې برابر نه دي چې آن ځوانان له ګڼو نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي. موږ په داسې یوه ټولنه کې ژونده کوو چې ځوانان پکې تر ډېره بریده نه یوازې خپل لګښتونه پرې کوي چې آن ډېر وخت د بشپړو کورنیو لګښت هم د ځوانانو په غاړه وي، له همدې امله ځوانان اړ دي د خپل ځان او خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره په هر ډول چې وي کار وکړي او زیار وباسي.
په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو ور ها خوا، د ځوانانو نورې ستونزې هم د یادولو دي، چې له دې ستونزو څخه په مخدره توکو د هغوی اخته کیدل، له زده کړې سره سره وزګارتیا، بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي ډول تلل، او د امنیتي وضعیب خرابیدل، هغه موارد دي چې تر ډېره بریده یې په افغانستان کې د ځوان نسل لپاره سرخوږی رامنځ ته کړی.که څه هم ځوانان د شمېر له مخې اکثریت دي او هر حکومت ورسره د ملاتړ ژمنه کوي، خو له بده مرغه هغه بنسټیز کارونه چې د ځوانانو لپاره باید وشي،لکه د بیکارۍ ورکېدل او هغوی ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرول تر اوسه هم نه دي ترسره شوي چې دا په خپله د ځوان نسل د روحیې کمزوري کولو سبب ګرځي.بل خوا هر کال په زرګونو ځوانان د لوړو او نیمه لوړو زده کړو مؤسسو له بېلابېلو څانګو څخه فارغیږي چې باید په دولتي یا خصوصي سکتور کې په دندو وګمارل شي، خو متأسفانه دلته څه په حکومتي او څه په غیر حکومتي ادارو کې د دوی دجذب ظرفیت نشته او ځوانان د میاشتو او کلونو لپاره بې دندې او وزګار پاتې کېږي، چې دا یوه لویه ستونزه ده او باید د دې ستونزې د له منځه وړو لپاره د حل لار و لټول شي ترڅو نوي فارغ شوي ځوانان مو د زده کړو څخه ناهیلي نشي. په اداراتو کې ځوان کهول ته ونډه ورکول کولای شي ډېرې ستونزې حل کړي او د مراجعینو کارونه په کم وخت او پرته له کومې ستونزې تر سره کړي. د ځوانانو د ښو کړونو ډېرې بېلګې لرو چې خپل صداقت او خپلې دندې څخه یې ناوړه ګټه نه ده پورته کړې. لکه څنګه چې په لومړي کې یادونه وشوه ځوانان په هر ډګر کې د پام وړ ونډه لوبولی شي، نور خو پرېږده آن په سیاسي ډګر کې هم ځوانانو رغنده رول لوبولی او په دې وروستیو کې یې ښې او مثبتې پایلې هم څرګندې شوې دي او ثابته شوې چې په هره هغه اداره کې چې ځوانان یې مشري په غاړه لري، تر هغو ادارو ښه خدمات وړاندې کوي چې د چارو مشري يې د ځوانانو په غاړه نده.
ځوان نسل کولای شي په ټولنه کې ډېرو شته ستونزو لکه تعصب او داسې نورو ستونزو ته چې د قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ سبب ګرځي په ښه توګه د پای ټکی کېږدي او د ورورولۍ په فضا کې د هېواد ملي ګټو او هېوادوالو ته د ښه چوپړ جوګه شي.
نو د دولت او مشرانو څخه مو غوښتنه داده چې په هېواد کې د ځوان کهول ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ډګر کې ونډه ورکړي او د لوړو او مسلکي زده کړو زمینه د هېواد په ګوټ ګوټ کې ورته برابره کړي تر څو په راتلونکي کې هېڅ ځوان له زده کړو محروم نه وي.
وروستي