د عراق صدراعظم د امریکا پر وړاندې د عراقي شیعه ملیشو ننګه کړې ده

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د امریکا لومړي وزیر ته ویلي دي چې د عراق دولت ملاتړې شیعه ملیشې د عراق او سیمې د امنیت او ټیکاو ساتونکې دي.
العبادي یادې خبرې وروسته له هغې له رکس ټیلرسن سره کړي دي چې ټیلرسن پرون ماښام بغداد ته ورسیده تر څو له عراقي چارواکو سره لیده کاته وکړي.
حیدر العبادي څرګنده کړې ده چې یادې ملیشې د عراق دولت په چوکاټ کې فعالیت کوي او دوی چا ته اجازه نه ورکوي چې د حکومت له چوکاټه بهر وسله وال فعالیت وکړي.
دا په داسې حال کې ده د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلسن د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې په یاد هیواد کې د داعش پر وړاندې جګړه پای ته رسیدلې ده نو ایراني ملیشې دې له نوموړي هیواد څخه بېرته ستنې شي.
خو له بلې خوا د عراق صدراعظم پرون ټینګار وکړ چې عراقي ملیشو له داعش سره په جګړه کې قربانۍ ورکړي او باید قدرداني یې وشي.
نوموړي زیاته کړې ده چې دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې د عراق په چارو کې دخالت وکړي او یادې ملیشې یې عراقي ښودلي دي.