
د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي چې پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې په قبایلي سیمو کې عملیات کوي او په دې پلمه د پښتنو قبایلي مشران وژني.
اڅکزي ویلي دي چې پښتنو د پاکستان لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي دي خو د دې پر ځای چې پاکستان یې قدرداني وکړي د پاکستان پوځ او استخبارات د دوی د مشرانو په وژلو، د عزت په لوټولو او دوکانونو په له مینځه وړلو لاس پورې کوي.
د یاد ګوند مشر ویلي دي چې تر دې مهاله د پاکستان پوځ او استخباراتو تر اوسه له ۱۰۰۰ زیات پښتانه قومي مشران وژلي دي.