
د زهــرو غـــــړپ، د غم بلنه وه، شرینه نه وه
تـاتــه کــاتهَ مي ځــان وژنه وه، څه میـنه نه وه
د نـــړۍ ټــــــولو کــائــناتــو ننــداره کـــوله
زما د روح او عزرائیل دعوه لا سپینه نه وه
په انسانیت کې حیوانانو هم اخلاص ښکاره کړ
په انــسانانو کې د هیّچا خــوله هم وریـنه نه وه
له« فیــضاني » هم د شیداد غوندي سپمه مړه نشوه
د« فیـــضاني » دُنــیا هم تــوره وه، لـمـریــنه نه وه
PM 9:10
2017 /16 /10