امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر: پر ډیورنډ اغزن دیوال به د برلین دیوال په څیر له مینځه ولاړ شي

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وایي چې پاکستان غواړي پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم په غزولو سره د جرمني برلین غوندې دیوال جوړ کړي.
نوموړي ویلي دي چې پاکستان هر څومره هڅه وکړي خو بیا هم نشي کولی د یادې کرښې دواړو غاړو ته پښتانه یو له بله جلا کړي ځکه یاد پښتانه له یو بل سره کورنۍ، ژبنۍ او دخپلوۍ اړیکې لري.
نوموړي ویلي دي چې یوه ورځ به یاد پښتانه راپاڅیږي او پر ډیورنډ غزیدلی دیوال به لکه د برلین دیوال نړوي او سره یو کیږي به.
حقاني زیاته کړې ده چې پاکستان په اغزن سیم او پر ډیورنډ کرښه د پوځي پوستو پر زیاتولو نشي کولی چې ترهګري له مینځه یوسي بلکه که یاد دولت غواړي ريښتیا هم د ترهګرو پر وړاندې ګام پورته کړي نو خپلې تګلارې ته دې تغیر ورکړي.