تاجکستان کې دوه ممثلین کولی شي د لنډې مودې لپاره اوږدې ږیرې ولري، د تفریط انتها!

تاجکستان کې پولیسو دوه تنه هغه ممثلین ونیول چې اوږدې ږیرې یې درلودلې. هغوی د پولیسو په پوښتنو ګرویږنو کې وویل چې د تیاتر غړي دي او په یوه ډرامه کې د لوبیدو لپاره یې ږیرې پریښې دي.
وروسته له هغې هر یو خوشنود دادو او فرخ ویټاو ته په موقت ډول د ږیرو د پریښودو اجازه لیکونه ورکړل شول تر څو په عام محضر کې له ږیرو سره وګرځي.
تاجکستان په دې پلمه چې غواړي له سخت دریځۍ سره مبارزه وکړي د نارینه وو د ږیرو پریښودل یې منع کړي دي چې له امله یې سلګونه تنه نارینه د ږیرو درلودو له امله په بند کې پراته دي او زرګونه نور اړ ایستل شوي دي چې ږیرې وخری.
د یاد هیواد حکومت وایي چې د ږیرو خرییل کولی شي له ګاونډي هیواد افغانستان څخه د دیني سختدریځۍ مخنیوی وکړي.
له بلې خوا د تاجکستان ولسمشر په یوه وینا کې ویلي وو چې حجاب کارول د بد کارو ښځو کار دی.
سره له دې چې په تاجکستان کې فحشا انتها ته رسیدلې ده د یاد هیواد دولت په بار بار د اسلامي مقدساتو او دودونو سپکاوی کوي.