
دولسمشرحامدكرزي دلومړۍ دورې له ختميدواودامريكادجمهوررئيس بارك اوباما ترټاكل كيدو وروسته دواشنگټن _ كابل ترمنځ اړيكې مخ په خرابيدو شوې اودكرزي په ادارې يې نيوكې پيل كړې امريكا نه غوښتل ، چې جمهور رئيس حامد كرزى ددوهم ځل لپاره دافغانستان جمهور رئيس شي نو۱۳۸۸ لمريز كال داسد دنهه ويشتمې نيټې په انتخاباتو يې كرزى په پراخو درغلو تورن كړ جمهور رئيس كرزى يي دې اړوېست ،چې دوهم ځل انتخاباتو ته غاړه كيږدي دكرزي نږدې سيال داكټرعبدالله عبدالله حاضر نشو،چې دوهم ځل انتخاب ترسره كړي.
له هغه ورځې ،چې جمهور رئيس حامد كرزى دافغانستان جمهور رئيس اعلان شو دكابل _ واشنگټن ترمنځ اړيكې په روښانه ټوګه مخ په خرابيدو شوې آن تردې ،چې دجمهور رئيس كرزي ادارې ته يي ترشپږو مياشتو وخت وركړ ، چې په خپله اداره كې اصلاحات،دفسادپرضد جدي مبارزه وركړي كنه نوامريكا اونړيواله ټولنه به خپلې مرستې بندې كړي .
دجمهور رئيس كرزي له ټاكل كيدو وروسته سپينې ماڼۍ له هراخيزو ليدنواو بحثونو وروسته دافغانستان لپاره خپل نوې ستراتيژي اعلان كړه ،چې په مياشتو مياشتو افغان ملت اونړيواله ټولنه ورته سترګې په لاره وه ،په نوې ستراتيژۍ كې دافغانستان دلانجې دحل په خاطر دديرشو زرو تازه دموسرتيرو رااستلو پرېكړه وكړه ، چې تر اوسه درا رسيدو لومړي پړاونه بشپړ شوي دي .
په ستراتيژۍ كې د بهرنيو سرتيرو دايستلو په اړه هم ويل شوي ،چې له اتلسو مياشتو وروسته به دنړيوالو سرتيرو دبېرته ايستلو لړۍ پيل شي .
دكابل ادارې تراوسه داسي كوم كارنه هم نه دى كړى،چې نړيوالوټولنې ته دمنلووړوي، جمهوررئيس خپل راتلونكي كابينه نه ده بشپړه كړې پاتې خو داداري فساد ضد مبارزه شوه .
په دغه ورستيوكې يوپربل پسي گاونډيوهيوادنوته دولسمشركرزي سفرونو دواشنگټن كابل ترمنځ بې باورۍ ته زور وركړ او دامريكا جمهور رئيس بارك اوباما اړشولو ،چې كابل سفر وركړي اوداوښيي ،چې په افغانستان كې روان حالت ددوى تركنترول لاندي دى .
رابه شو اصلي موضوع ته هغه دا،چې جمهور ريس حامد کرزي پرون دانتخاباتو د خپلواک کميسون له مسولينو او کارکونکو سره په خبرو کې د ده په وينا پر بهرنيانو تور ولګاوه، چې په افغانستان کې يې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د درغليو شاته لاس درلود.
جمهور رئيس حامد کرزي دا خبرې د ولسې جرګې له خوا د يوه تقنيني فرمان له مخې د انتخاباتو په قانون کې وړانديز شوي تعديلات په لوي اکثريت رد کړ.
دجمهور رئيس كرزي دپرونيو څرگندونوڅوساعته وروسته دامريكا دبهرنيو چارو وزارت وياند فليپ كرولي دکرزي هغه تورونه ردکړل چې ګوندې يوشمير بهرنيانو د جمهور رئيس دانتخاباتو په درغليو کې لاس درلود اوغوښتل يې دده موقف کمزوري کړي .
د امريکادبهرنيوچارو دوزارت وياند په دې اړه وويل چې د متحدوايالاتو د جمهور ريس بارک اوباما اداره دجمهور ريس حامد کرزي داډول قضاوت ردوي . داچې دكرزي دغه څرگندونې وروسته په افغانستان څه دول تاٍثير درلودلاى شي دې ته به وخت ځواب ووايي خو امريكا نه تنها دجمهور رئيس په خبرو باك نه را وړي بلكه د امريکا د بهرنيوچارو د وزارت وياند فليپ کرولي پر جمهور ريس غږ وکړ، چې مخکې ګام کيږدي افغانان او نړېواله ټولنه د په دې قانع کړي، چې د ده اداره د اداري فساد د مخنيوي لپاره کافي اقدامات کوي.فليپ کرولي وويل، په راتلونکې کې د افغانستان د ادارو په رهبرۍ کې ضعف د هيڅ لوري په ګټه نه دې.
بل پلودولسي جرګې غړو وويل، چې دا تعديلات په راتلونکې کې دانتخاباتو شفافيت نه شي ساتلاي.په دې کې د بحث يوه مسله د انتخاباتو په کميسون کې د بهرنيانو نشتوالې وو، خو جمهور رئيس کرزي وويل، چې ولسي جرګه د مسلې حساسيت او اهميت ته نه ده متوجه شوې.
ده يو شمېر بهرنيو چارواکو نومونه واخيستل او ويې ويل، چې د افغانستان له ارضي تماميت او خپلواکۍ په شدت دفاع وشي.
په عين حال کې، د جمهوري رياست د انتخاباتو په مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخوانۍ خاص استازې مرستيال پيتر ګالبرېت له خبري رسنيو سره په مرکو کې د جمهور رئيس حامد کرزي دا تورونه رد کړي او د هغه د خبرو حقيقت يې تر پوښتنې لاندې راوستى دى .
گالبريټ وايي كرزي ونشو کولى دافغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پراخو درغليو ستونزه ښه په ډاگه کړي او تينگار يې دادى چې دولسمشر کرزي دنده دهغه په خبره مشروعيت نه لري .
کرزي وروستيوڅرگندونو ته پرپيټر گالبريټ سربېره دټاکنو د شکايتونو دکمېسيون پخواني مشرگرنټ کيپن هم غبرگون ښولی او له ولسمشره يې پوښتلي چې که په ټاکنو کې درغلى نه وي شوي نو بيا ولې دده په خبره د ټاکنو کمېسيون خپل زرگونه کارکونکي له دندو لري کړل.
پوښتنه داده ،چې په داسي حساس وخت كې، چې له يوې خوا دولت له وسله والو مخالفينو سره په خبرو لگيا دى او بل پلو دامريكا او نړيوالي ټولني انتقادونه پر دولت ورځ تربلې زياتيزي داډول څرگندوې څه عواقب له ځانه سره در لوداى شي .
دا خو شكاره خبره ، چې نړيواله ټولنه په افغانستان كې خپل اهداف لاس ته راوړى او خپلو اهدافوته په هر شكل ،چې وي ځان رسوى شي ددغه خبرو زيان يواځي اويواځي افغان ملت ته متوجه دى ،چې تيري درې لسزيزي يې كړاونونه ليدلي دي او دوى به يې بيا هم گالي .
دجمعې په ورځې دولسمشرحامد كرزي اصلي سيال عبدالله عبدالله په يوه خبري غونډه كې دجمهور رئيس كرزي خبري بې مسووليته وبللې اوپه داسي حساس وخت كې يې داډول څرگندونې دملت په زيان يادې كړي وويل ،چې نړيوالي ټولنې په شخص باندې سرمايه ګذاري كړې وه ، چې په شخص باندي سرمايه گذاري داسي عواقب له ځانه سره درلوداى شي .