مړې ډيوې

 تورې تيارې دي د وختونو ډېوې بلې نه شوې
زمونږ د چم پر ديواونو ډېوې بلې نه شوې

ښکاري چې ژوند مو وي له کلي څخه کډه کړي
د چا په کور د اخترونو ډېوې بلې نه شوې

د وخت سيليو مو د هيلو غوټئ خاورې کړلې
د يوه زړه د اميدونو ډېوې بلې نه شوې

چپې د اوښکو مو د سترګو ګردابونو کې دي
زمونږ د شاړو جوماتونو ډېوې بلې نه شوې

منبر په خاورو کې سپېره جومات امام نه لري
اذان خاموش، د محرابونو ډېوې بلې نه شوې

د تروږمو ديوانو مړې کړې دښکلا ښاپيرئ
د ړنګو بنګو محلونو ډېوې بلې نه شوې

وايي نصرت اى د نړۍ د ښکلاګانو ربه
                      زمونږ د خاورو د کورونو ډېوې بلې نه شوې