![افغان يم](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
په تورو تورو شپو کې لکه لمر وځليدم
د ژوند اوراورکى يم په خيبر وځليدم
روان يمه د وړانګو قافلو سره مۍ يون دى
پيزوان غوندې د سرو شونډو پر سر وځليدم
د ګل پر پستو شونډو د وږمو په غيږ کې پروت يم
شبنم يم لکه ستورى په سحر وځليدم
ديدن ته مې را درومي بيا د پيغلو کتارونه
د وخت شهيد منګى يم په ګودر وځليدم
غليم که مې هر څو په سر د غشو باران جوړ کړ
د للمې تږى ګل يم پر کمر وځليدم
رڼا د ازادۍ به رسوم ښکيل ولسو ته
زه څرک د سباوون يم په سپين غر و ځليدم
بيا ناوې د وطن غواړي تندي ته سره خالونه
توده غيرتي وينه په خنجر وځليد م
ډيوې د سولې امن بلوم په ګران هيواد کې
رښتينى مجاهد يم په منبر وځليدم
ګټلى په تاريخ کې ما د روس د ماتې وياړ دى
نړۍ کې لکه ستورى د ظفر وځليدم
پرنګ اوس هم بچو ته وايي چوپ شۍ فغان راغى
تاريخ کې زه د فتحې په فتر وځليدم
د وخت هر يو غاصب ته مې ښودلى د مټ زور دى
د وخت هر يو ګرګين ته په سنګر وځليدم
د حق په پاکه مينه که شوه تويه زما وينه
پروا نشته په زړه پرهر پرهر وځليد م
افغان يم سرلوي ده له ازل نه رب راکړې
د حق بيرغ په لاس زخمي ټټر وځليدم
ورکړي مې ډالۍ کې د شهيدو وينو سره دي
په ښکلو اننګو چې ددلبر وځليدم
زخمي زخمي احساس وم او سلګۍ سلګۍ غزل
ستا شعر کې نصرته په هنر وځليدم