ستره لارښوده

امان الله نصرت

ته چې پيدا شولې وختونو بدلونونه راوړل
ستوري پر ځمکه ورېدل ښکلا رنګونه راوړل

هر خوا سپرلۍ شو سرې غوټئ سره ورغاړې وتې
تا چې د مينې له دنېا نه الفتونه راوړل

د زمانې ځولئ شوه ډکه د رڼا له پيغلو
سپوږمئ د پيغلو پلوشو غيږ کې ګلونه راوړل

د وحشتونو کډې بار شوې بربريت ختم شو
تا دې نړئ ته د خوږې مينې رازونه راوړل

د خداۍ کعبه کې رانسکور شول ټول بې روحه خدايان
تا چې له هسکه دا يمان بل مشالونه راوړل

د زړه حجرو کې ايمانونو غزونې وکړې
د ژوند کاروان ته دې د لارې جرسونه راوړل

په وچو وچوسپيرو شونډو کې موسکا خورې شوې
د محبت له دبستانه دې درسونه راوړل

د توحېد وړانګو د مکې تيارې په سر واخيستې
تا چې حرا نه د اقراء حکايتونه راوړل

د تورو شپو زړونه سوري شول د سحر په تورو
د لمر په لپو کې دې نور او سهارونه راوړل

د حق په شمو دې روښانه کړې تيارې جونګړې
د ماښامونو تورو زړو ته دې داغونه راوړل

ستره لارښوده د بشر د قافلو رهبره
تا د منزل د رسيدلو پيغامونه راوړل

د ښکلا ګانو، رڼاګانو، ځلاګانو چم نه
تا د رنګونو او ښايست ډير سوغاتونه راوړل

په بتخانو کې زلزلې شولې غوغا ګډه شوه
د يوه رب د بندګئ دې فرمانونه راوړل

ځکه نصرت دې ښکلوي د قدمونو خاورې
د حقيقت له مېکدې دې ډک جامونه راوړل