لږ
لږ په هوش او لږ له ځانه مې خبر يم
ډېر، پاګل يم، ليونی يم، ببر سر يم
لږ د مور په غیږ کې پروت یمه، راحت يم
ډېر پردو لره پيدا يم مسافر يم
لږ دا خپل ذره وجود ژوند ته ساتمه
ډېر د خپل وجود لپاره خپله شر يم
لږ په ژوند باندې باور او هيله شته دي
ډېر، له ژوند او له تقديره مرور يم
لږ چې خاندم، زه پرې اوښکې پټومه
ډېر په اوښکو تر ګريوانه پورې تر يم
لږ در ياد شم، مرګ او ژوند پوښتنه وکړې
ډېر دې هېر يمه له فکر د بهر يم
لږ مې شمسه د رڼا په لورې يوسه
ډېر تياره يمه خو ستا سره سحر يم
شمس رحمانزی
وروستي