د هېواد اقتصادي (وټه ییز) حالت!
د یو هېواد اقتصادي حالت په لاس کې لرلو سرچینو یا شتو کمیانو څخه څرګندیږي، یا په بله مانا که غواړو د یوې ټولنې اقتصادي وضیعت وارزو نو د ټولنې سرچینو څخه چې په واک کې لري او هغه کمبودیانو سره چې لاس او ګریوانه دی څېړل کېږي.
هېواد مو ښې پرېمانه طبعي سرچینې لري چې دا یو لوی بحث دی دلته یواځې هغه څه ته کتنه کوو چې د طبعي سرچینو پرته پرمخ وړل کېږي.
که موږ وغواړو د خپلې ټولنې اقتصادي حالت وڅېړو، پکار ده لاندې عواملو ته ژور سنجش وکړو:
هېواد ته د بهرنۍ پانګې اچونې جلب: دا چې یوه ټولنه په واقعي مانا بهرنیو پانګه والو ته په کومه کچه د پانګونې اسانتیاوې چمتو کوي د هغې ټولنې سوداګریز سیستم پورې تړاو لري کوم چې یادې ټولنې د پانګوالو لپاره رامنځته کړی دی.
بهرنۍ پانګه اچونه هېواد ته ګڼې ګټې لري، که هېواد ته یو بهرنی پانګوال راجلب کړو نو پدې کار سره به:
۱ـ د بې کارۍ کچه راټیټول: کله چې خارجي پانګوال په هېواد کې دننه کوم کار پرمخ وړي ورسره د ټولنې اوزګاره کاري ځواک لپاره کاري زمینه چمتو کېږي پدې سره د ټولنې یو شمېر ځوانان یا بشري ځواک په کار ګمارل کېږي.
۲ـ روزل شوی کاري ځواک: بهرنی پانګوال د خپل تولید لپاره کارکوونکي روزي نو د وخت په تېرېدو سره د یو ځانګړي توکي رامنځته کېدو سره د بهرنۍ پانګونې له لارې کولای شو مسلکي کاري ځواک ولرو، او په راتلوونکې کې هغه بشري ځواک چې د جنس تولید لپاره له بهره رازي له داخل څخه ولرو .
۳ـ د هېواد وګړو عاید ورسره لوړېږي: بهرنی پانګوال د خپلو تولیدي فعالیتونو پرمخ وړلو لپاره کورني کارګر ته اړتیا لري چې پدې سره د هېواد وګړو لپاره کاري زمینه چمتو کېږي او ورسره د دوی عاید هم لوړیږي.
په بهترو اقتصادي کړنو تمرکز: د هېواد په مختلفو وټه ییزو فعالیتونو کې باید په هغو فعالیتونو فکر وشي او لمړیتوب ورکړل شي چې د نورو په پرتله لوړ اقتصادي اهمیت ولري.
د کورني تولید ژوندي کول: دلته که یو کورنۍ په نظر کې ونیسو چې یو یا څو غړي یې د خټینو لوخو په جوړولو بوخت وي، د همدې لارې څخه په ترلاسه شوي عاید د کورنۍ ورځینۍ چارې پرمخ وړي خو کچېري د دوی د خټو څخه جوړو شوو لوخو لپاره وړ او مناسب مارکېټ یا ځای شتون ونلري یا د دې توکو خرڅلاوو لپاره نورې لارې چارې موجودې نه وي او یاد توکي خرڅ نشي کړای، نو سمدلاسه د دې کورنۍ عاید هم په ټپه ودرېد، د عاید په درېدا سره به د کورنۍ ټول غړي د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي، همدارنګه که یو هېواد په نظر کې ونیسو او د هېواد بېلابېلو کورنيو تولیداتو ته ځانګړی کورنی او بهرنی مارکېټ جوړ نشي او هم يې د تولید په برخه کې د پراختیا لارې چارې ونه لټوو نو یو هېواد هم چې د کورنیو جوړ دی، د اقتصادي ستونزو او بحران سره مخامخ کېدای شي.
د هغو وارېدېدونکو توکو مخه نیول چې د کورني تولیداتو د کمزورتیا لامل کېږي: د یوې ټولنې یا هېواد داخلي تولید لا هغه وخت پراختیا مومي چې د هغو توکو واردولو مخه ونیول شي چې کورني تولید ته زیان رسوي، که څه هم په پرمختایي هېوادونو کې د دا ډول وارېدېدونکو توکو مخه نیول ستونزمن کار دی خو بیا هم باید په دې ټولنو کې د هغو توکو په اړه پرېکړه وشي چې په ډېره کچه د هېواد کورنی تولید زیانمنوي.
د هغو مالي منابع بې ځایه کارونې مخه نیول چې باید هېواد ته راشي: د مالي منابع لپاره نوی، عصري او روڼ سیستم لرل داسې چې وکولای شي د ترلاسه شوو او مصرف شوو توکو او خدمتونو شفاف حساب څرګند کړي.
مثلا: د هېواد هغه تولیدات چې بهر ته لېږدول شوي خو پیسې مو لا نه دي ترلاسه کړي یانې ځینې توکې په پور بهرنیو یا کورنیو پانګوالو ته ورکړل شوي دي نو د دې ترلاسه کېدونکو پیسو لپاره ځانګړی سیستم شتون ولري، نه دا چې په ځینو مصرفي توکو بې ځایه په مصرف ورسول شي.
د اقتصاد مهمو او اړینو برخو لپاره د پوهاوي دوامداره لړۍ: د اقتصاد هغه برخې چې د عوایدو ډېرېدو لامل کېږي خو د خلکو د نه پوهېدو له امله یې ډېرهبرخه نه ترلاسه کېږي، پدې برخه کې د خلکو پوهاوي لپاره داسې لارې چارې په کار اچول چې د ضایع کېدونکې عواید ترلاسه او خلک پدې پوه شي چې د عامه عوایدو او عامه استانتیاوو د ډېروالي لامل ګرځي.
د هغو اقتصادي تاسیساتو رغول چې مخکې پرې پانګه اچونه شوې وه: د یو هېواد اقتصادي پرمختیا لپاره دا هم اړین برېښي هغه له کاره ولېدلي ځایونه چې اقتصادي چارو کې ورځنې کار نه اخیستل کېږي خو پخوا یې په اقتصادي وده کې کارنده رول لاره خو اوس له کاره لوېدلي نو اړینه ده چې دغه تاسیسات د بیاځلې لپاره ورغول شي او په کار واچول شي او هم یې د خرابېدو مخه ونیول شي.
په بهرنیو معاملو کې د پوهې د انتقال شرط اړین کول: په بهرنیو معاملاتو کې دا باید اړین وي چې کوم فن یا پوهه کارول کېږي تر ډېره هڅه وشي چې کورنیو کارکوونکو ته انتقال شي تر څو په اوږد مهال کې واردېدونکي توکي یا خدمتونه په داخل کې د کورنیو کارکوونکو لخوا تولید شي.
په هېواد کې د فساد او قاچاق په وړاندې جدي مبارزه: په ټولنه کې فساد هغه ښکارنده ده چې هېواد د بدبختۍ لور ته بیایي، روان اقتصادي حالت د بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کوي، سالم اقتصادي جریان د ډول ډول خنډونو سره لاس او ګرېوان کوي او په ښکاره د ټولنې په غریبه طبقه منفي اغېز ښندي.
قاچاق هم د ورته ستونزو په لرلو سره د هېواد اقتصادي حالت زیانمنوي او ټولنه د کمزوري اقتصادي وضیعت سره مخامخ کوي، نو که غواړو د یادو ټولوستونزو څخه خلاصی ومومو او د هېواد اقتصادي وضعیت ته مثبت تغیر ورکړو باید په ټولنه کې د فساد او قاچاق په وړاندې جدي مبارزه وکړو او هغه لارې چارې چې موږ د دې ستونزو څخه خلاصوي، ژر وپلټو او عملي یې کړو.
د اقتصادي برخې ظرفیت لوړول: که تاسې وغواړۍ د یوې برخې څخه ډېر حاصل ترلاسه کړئ نو باید په هغه برخه کې د ظرفیت لوړوالي په موخه د کارکوونکو لپاره ورکشاپونه، ټرینګونه او نور هغه پروګرامونه په پام کې ونیسۍچې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لامل کېږي، پدې کار سره به مو له یوه پلوه د ښه او ډېر حاصل زمینه چمتو کړي وي او له بله پلوه به مو په یاده برخه کې وړ او مسلکي کارکوونکي روزلي وي.
منځنیو او وړو صنعتونو ته پاملرنه: واړه او منځني صنعتونه اکثره په هېواد کې د غریبې طبقې لخوا پرمخ وړل کېږي که دې صنعتونو ته پام وشي او لږ څه اسانتیاوې ورکړل شي نو پدې سره به مو دوه کارونه کړي وي یو به مو د هغې طبقې عاید لوړوالي لپاره څه کړي وي او بل به مو د هېواد کوچنیو او منځنیو صنعتونو پرمختګ لپاره کار کړی وي.
اوس راځو دې ته چې دې یاد شویو عواملو ته د پخوا په پرتله څومره پاملرنه شوېده؟
» په تېر حکومت کې ښه وو بې شمېره بهیرني پانګوال سرمایه ګزارۍ ته وهڅول شول عملا د درې زرو (۳۰۰۰) په شاه او خوا کې وړو او لویو فابریکو خپل کارونه په بېلابېلو برخو کې پرمخ وړل، ولې د ملي وحدت حکومت چې کله رامنځته شوی دی دوی نه یواځې نورو بهرنیو پانګوالو ته د پانګوونې زمینه چمتو نکړای شوه بلکې هغه پخواني یې هم له لاسه ورکړل چې دا شمېره اوس تقریبآ دولس سوو (۱۲۰۰) ته راکښته شوې ده. که دا لړۍ همداسې روانه وي د عامه وګړو په ژوندانه به نور هم منفي تاثیرات وغورځوي.
» دا یې یوه بېلګه وه دا نورې برخې هم همداسې درواخلۍ د کورني تولید څخه ملاتړ یواځې یو تجار ته د هر ډول اسانتیاوو برابرول نه دي پکار ده کله چې یو کورنی تولید د بهرني تولید سره سیالي نشي کولی دولت ورته لاس ورکړي ترڅو د هغه وارېدېدونکي توکي پر وړاندې کورنی تولید وړاندې شي چې د ملي وحدت حکومت چارواکو تر خپلې وسې دې برخې ته توجه نده کړې. نه پخواني تاسیسات رغول شوي، د پوهاوي برخه خو د یادولو نده، فساد او قاچاقو له پخوا څو وارې زیات شويدي، ظرفیت لوړول خو لا څه کوې په هر برخه کې ټوپکواک حاکم دی او همدارنګه هغه واړه صنعتونه چې پدې ورستیو کې له منځه تللي او له پخو ودرېدلي بیا به هېڅکله پکار پیل ونه کړي.
دا هم ادعا نشي کېدای چې د څو کالونو عواید د یو کال لپاره وسنجو او د هغې پر بنسټ ووایو زموږ عواید د پخوا په پرتله زیات شوي دي.
وروستي