د کابل په لویې جرګې خېمه کې ستر درواغ لویې جهادي رهبراو د اسلامي نهضت مخکښ ښاغلي عبدالرب رسول سیاف د خدای (ج) کلام تلاوت کړاو بیا یې د حضرت سرور کاینات فخرموجوات حدیث مبارک حاضرینو ته په ډېرو صریحو ټکو سره روښانه کړ، هغه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل ((دا وینا زما نه ده بلکې دا خداې (ج) او د هغه د رسول (ص) ویناده، هغه څوک چې د خپلو مشرانو او خپلو رهبرانو امر نه مني او یا یې سپکاوی کوي او بد ورته وایې نو د پورته لوستل شوي مبارک آیات او حدیث له مخې داسې کسان زمونږ له ډلې څخه نه دي، دا یې ځکه بیان کړل چې د بهیرنیانو لخوا ګمارل شوو جاسوسانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وړاندې د مرګ پر حامد کرزي نارې وهلې، کوم چې له پخوا دې کار لپاره ګمارل شوي وه، پخوانی ولسمشر چې د چا مېلمه وه هماغو یې پر وړاندې د مرګ نارې ووهلې، او خپله مېلمه پالنه یې د خپل مدنیت له مخې چې دا ډلګۍ یې لري وکړه.
ښاغلي سیاف د خپلې وینا په ترڅ کې د غازي امان الله خان پسې ستر تاریخي درواغ وویل او داسې تهمت او بهتان یې جوړ کړ چې تر دې دمه مې د افغانستان په هیڅ کوم تاریخ کې نه دي لیدلي.
دا چې زمونږ د هیواد د خپلواکۍ ځلانده ستوري غازي امان الله خان دې په بد نوم یاد شي او د یوه مسلمان اتل او غازي په کارنامو دې سترګې پټې شي نو دې خبرې ته تاسو څه وایاست؟ غازي امان الله خان د محمد زیو د کورنۍ یواځینې صادق غازي افغان وو چې پیرنګي استعمار ته يې ماته ورکړه او زمونږ ګران هېواد افغانستان يې د کفارو له ولکې څخه ازاد او خپلواک کړ، ښاغلي سیاف د قاضي عبدالرحمن د وژلو کیسه چې پرته له تاریخي درواغو نور څه ورته نشو ویلای خلکو ته بیان کړه او په غازي امان الله خان یی تور پورې کړ چې هغه یې بې ګناه په دار وځړاوه، سیاف وویل (د قاضي عبدالرحمن په لاس کې قران شریف وو چې امان الله خپلو عسکرو ته امر وکړ او هغه يې له زینو وغورځاو او بیا يې مړ کړ ) د قاضي عبدالرحمن کیسه په تاریخ کې داسې نه ده زه پوهیږم چې سیاف په کوم دلیل یا له کومه ځایه داخبره کوي د قاضي عبدالرحمن په اړوند ما څو تاریخي کتابونه مطالعه کړي دي
داور په افغانستان کې کتاب، دریه تالي ستیورات چې یوه امریکايی ژورنالسته ده د قاضي عبدالرحمن په باب داسې لیکلي دي (امان الله خپله دولتي شورا دایره کړه او ټولو موافقه وکړه چې ګل آغا باغي دی او باید سزا ورته ورکړل شي.
یوه استثنا موجود و، مشهور قاضي عبدالرحمن بیکتوتي چې یوځل د رشوت اخستلو په تور نیول شوی وو او له ګل آغاه سره هم یوځای شوی و، خپل هېڅ کوم موقف یې له لاسه نه وه ورکړی.
امان الله دې قاضي څخه وغوښتل چې د ګل آغا پرضد فتوا، چې یوه مذهبي اعلامیه ده، صادره کړي. قاضي دا خبره رد کړه، امان الله چې حتی په دولتي شورا کې له شورش سره مخامخ شو، د سرکښ د ګرفتارۍ امر یی صادر کړ او هیجان زیات شو.
۵۰۰ مخ ژباړن – دمحقق سرمرستیال عبدالحسیب
باید ووایو چې اوس هم هماغه دغازي امان الله خان پیروانو پرضد دسیسې دي چې زمونږ هیواد یې د بدبختۍ په لویه کنده کې اچولی دی، مرتجع او فاسد ګوډاګیان اوس هم د انګلیسانو او نورو کفارو په چوپړ کې دي، دوی د پیرنګیانو چوپ ړد خپل ځان لپاره عار او ننګ نه ګڼي، دا چې غازي امان الله خان ته بد ویل او تهمت ویل د ده لپاره د اسلامي ارشاداتو ضد یو کار نه ښکاري نو دا قضاوت بیا تاسو وکړئ، ځکه ښاغلي سیاف د وویل شوي حدیث له مخې زموږ د ډلې څخه ندی چې د خپلو مشرانو سپکاوی یې وکړ.
له یاده مه باسئ، دا لمړی ځل نه دی چې انګریزان د خپلو مرتجعو ګوډا ګیانو په وسیله زمونږ ملي اتلان په سپکو او بدو نومونو یادوي بلکې د انګریز، آی.اس.آی او عربي عیاشو شېخانو تالي څټو ډېر ځله زمونږ د ملي مشر او د ازادۍ لاری ستر اتل پورې بهتانونه تړلي دي، که څه هم دسیاف هدف دا و چي یوځل بیا په هیواد کې د نفاق اورته لمن ووهي، خو حامد کرزي ډېر ژر د سیاف خبرو خلاف هغه څه چې تاریخي حقیقت درلود دتالار حاضرینو ته په ډیره مړانه بیان کړ، هغه وویل (( غازي امان خان هغه څوک دی چې له انګریزانو سره یې جهاد کړی او زمونږ ستر مجاهد او غازي دی.))
زما غوښتنه له سیاف څخه داده چې دی دې بیا په عام محضر کې د خپلو درواغو له امله د افغانستان له خلکو بخنه وغواړي او که دا کار ورته سخت وي نو د خداي (ج) او رسول (ص)
په خاطر چې نور دې د تفرقې اچونې اور ته لمن نه وهي او له درواغو ویلو څخه دې په عام محضر کې ډډه وکړي.
لیکونکی: زاهد عزیز
وروستي