د لانجمنو ټاکنو ورورسته د ملي وحدت حکومت رامنتځته کېدل په داسې حال کې وشول چې یو د بهر څخه راغلی تش په نامه مفکر اشرف غني او بل په کورنیو جګړو کې ښکیل اوپه همدې جګړو کې د یو فاشست او پردیو ګټو ته ژمن قومندان احمد شاه مسعود باډيګارد و، د ملي وحدت حکومت مشران وټاکل شول.
باید همداسې شوای وای ځکه یو یې چې ټول عمر په بهر کې تېر کړی وو او بل په کور دننه د بهرنیانو لخوا تغذیه کېده، افغانانو د زهرو دا ګوډ پدې خاطر وکړ چې په دواړوکمپاینزو ډلو کې ځینو کړیو غوښتل چې هېواد په یو ډول نه یو ډول ګډوډیو کې ښکېل کړي، ځکه تاریخ په ډاګه کړې چې دوی هر وخت اوبه خړې کړي او بیا یې پکې ماهیان نیولي دي.
د افغان ولس هیله دا وه چې که حکومت هر ډول رامنځته شوې خو شونې ده د خدمت جوګه به شي، دا یې پدې خاطر امید لاره چې اشرف غني ته مفکرتوب لپاره د بهرنیانو دا ډولستره لابي شوې وه چې چاه یې په اړه هېڅ د نیمګړتیا فکر نه کاوه؛ تر ټولو ورته د هېواد ځوان قشر چې د افغان ټولنې ډېره کۍ تشکیلوي خوښ وه، ځکه همدیو ته یې د ځوانانووزارت جوړولو او یو میلیون نویو دندو رامنځته کولو ژمنه کړې وه، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ځوانانو په څېر ورسره د زده کړې او په نوی ټکنالوژۍ د سمبالولو وعده شوې وهخو پایله یې څه شوه همدا چې د یو میلیون څخه ډېر ځوانانو مو نور هم وزګار شول؟ ایا افغان ځوانانو همدا غوښتل چې ورځ تربلې په نشه یي توکو روږدو ځوانانو شمېره راکمه شيکنه څو چنده زیاته شي او لا ډېرېدونکې ده، نه هېڅکله نه! دوی غوښتل چې په پارکونو کې په نشه یي توکو روږدي ځوانان، د لویو پلونو لاندې، د سرکونو تر غاړې نور په دېمردار بوټي روږدي ځوانان هېڅ ونه ګوري.
د ښوونځیو ښوونکو سره هم ډېرې غوړې ژمنې شوې وې، خو نن یې کومه یوه پوره شوې ایا ښوونکو ته د اوسېدنې ځایونه چمتو شول کنه د کرزي په وخت کې ورکړل شوې ځمکېلاهم د زورواکو لخوا چور او غصپ شوې، د دوی په معاشونو کې بدلون راغی؟ او که د تېر رییس جمهور کرزي ریاست جمهورۍ په موده کې د تړل شویو ښونځیو دروازې د زدهکوونکو پرمخ پرانیستل شوې؟ دقيآ چې نه! نه یواځې د تړل شویو ښونځیو دروازې خلاصې نه شوې بلکې د نورو ښونځیو دروازې هم وتړل شوې، ولس ځکه ګیله مند دی چې ده(محمد اشرف غني) خو د ښې زده کړې، عصریتوب، تکنالوژۍ او نړیوالتوب پلوي شعارونه ورکړي وو ورسره یې د زده کوونکو په نوی او عصري سیسټم سمبالولو وعدې کړې وېچې ترسره یې نکړه.
افغان مېړانه او سر ښندونکی ولس چې د لسېزو راپدېخوا د پردیو جګړې ښکار شوي او لا ښکار کېږي، دلته په کور دننه څو په شمېر د پردیو څارګرو اداره استازي له لاسهافغانانو له مودو راهیسې د زړونو ټوټې له لاسه ورکړي، بې شمېره کوچنیان یتیمان شوي، بې حساب مېندې کونډې شوي او ډېرې خویندې بې وروره شوي دي، دا لړۍ لا دواملري؛ ډاکټر محمد اشرف غني ولس ته د جګړې د ختمولو داسې ژمنې وکړې ته وای اوس د سولې سپینه کوتره په څو دقیقو کې راورسېده او ټول هېواد څخه د جنګ او جګړې ټغرراټول شو څه مو ولیدل؟ موږ داسې فکر کاوه چې نور به د ويیر ناره د هېڅ افغان کور څخه پورته نشي، د سولې غږ به مو د هېواد ګوډ ګوډ څخه پورته کېږي او افغان معصومکوچنیان چې هره ورځ پدې ناوړه جګړه کې شهیدانېږي د سولې په ډاډمنه فضاء کې ژوند کوي، خو ومولیدل چې د پخوا په پرتله امنیتي وضع څو چنده خرابه شوه د کندز ولایتسقوط ترڅنګ مو د بې شمېره ولسوالیو سقوط ولید، د ښادیو په مراسمو د بهرنیانو له لوري بمباري چا ودروله، د طالب او داعش په پلمه ملکي بې ګناه افغانانو او حتی افغان پولیسوباندې بمباري وشوه، روغتونونه او ملکي ځایونه باندې خو څه کوې شمېر یې ندی مالوم د پوښتنې او ګروېګنې څوک پيدا شول؟ نه هېڅکله نه! موږ دې ناخوالو ته د پای ټکیکېښودل غوښتل خو دا مخلص او سپين زړي افغانان څه پوهېدل چې برخلیک به یې له پخوا بدتر کېږي.
له غرب څخه راغلی د ځان او کورنۍ بډایه کولو لپاره په نویو تکتیکونو پوه د جنګسالارانو او ټوپکمارو پر وړاندې په ښکاره د افغانانو په خوښه ښه دريځ نیولو و ځکه یې د ډېروهېوادوالو ملاتړ ترلاسه کړی وه؛ د کورنیو جګړو عاملین چې په هېواد کې د هر وارېدیدونکي او ګټې ترلاسه کونکو توکو (تیل، ګاز او نور...) کې شریکان وو د پخواني ولسمشرکرزي په وخت کې ځانونه او کورنۍ په کافي اندازه غني کړي وو له اشرف غني څخه یې د دوی څنډې ته کېدو هیله لرله، اشرف غني یې دا هیله داسې ورپوره کړه چې د هغویشرکتونه یې بلک لېست کړل خپلې لبناني کمپنیانې یې میدانه ته راوستې، له هغوی یې پروژې واخیستې د خپلې کورنۍ غړو ته یې وسپارلې او همداسې نور ډېر کارونه چې پخوانیوجنګسالارانو په کلاسیکه توګه پکې شوکه کوله دا ښاغلی (اشرف غني) یې په نوي ډول کوي؛ ځکه خو ډېری افغانان وایي چې پخواني ټوپکماران یې کنج ته کړي دي، هو څنډې تهشوي دي خو د ځان په ګټه، نه د ولس او هېواد په ګټه.
دې ښاغلي د اقتصادي بډاېینې په اړه هم افغانانو ته داسې نوې خبرې کړې وې چې تر دې دمخه یې کله هم نه وې اورېدلې؛ له هېواده یې راته سویزرلند جوړکړې وه موږ هم هماغهخیال لیده؛ داسې فکر مو نه کاوه چې دا صنعني فابریکې او نور عایداتي سرچنې خیالي پرمختګونه دي،
موږ څه پوهېدو چې په دسترخوان شته ډوډۍ به مو له پخوا راکمېږي.
د ملي وحدت حکومت رامنځته کېدو لومړیو کې مو فکر کاوه چې تر اوسه یې وخت کم دی شاید وروسته یې وکړي خو دا دی اوس خو یې کالونه ووتل؛ اقتصادي حالت تر پخوا پهکراتو د ځوړې خواته تللی، امنیتي وضع څو چنده بدتر شوې، د ځوانانو بې کاري یو بل ناورین دی او سیاسي حالت خو ګورۍ چې له پخوا ډېر بدتر شوی دی.
هغه هوایي مټرو ګانې، د اوسپنې پټلۍ، پلونو او سړکونو جوړولو یادونه به نه کوم ځکه پدې برخه کې کارونه ټول ولس ته په ډاګه دي چې په هېڅ برابر دي
دا ټول تش غولونکي شعارونه وو چې د افغانستان اوبه مهاروم او بې شمېره د اوبو بندونه جوړوم، هو! اوس هم نه ایران او نه پاکستان د افغانستان اوبو څخه ګټه نه اخلي.
اوس تاسو او خپل وجدان مو که د افغانانو په ژوندانه کې د پخوا په پرتله مثبت بدلون راغلی وي او ژوند یې تر پخوا ښه شوی وي نو د همدې له مخې د ډاکټر اشرف غني ښه والی اوبدوالی
وسنجوۍ.
درنښت
زاهد عزیز
وروستي