یو په یو دوه په دوه
په دې لوبه کې ۱۰ یا له دې نه زیات ماشومان د حلقې په ډول داسې دریږي چې لاسونه یو بل ته سره ورکوي. سهولت کار باید هم په دې لوبه کې له ماشومانو سره په ګروپ کې ولاړ وي. کله چې سهولت کار ټول په ټول غږ وکړ، نو د کروپ ټول ماشومان په یو ځای ته سره را غونډیږي. او بیا کله چې سهولت کار یو په یو غږ وکړ ټول ماشومان چې لاسونه یې سره یو بل ته ورکړیدي، بیرته خپلو ځاینوته راځي. په همدې ډول که سهولت کار درې په درې یا څلو ر په څلورو او یا هم د کوم بل عدد نوم یې واخسته باید په هماغه اندازه ماشومان سره را غونډ شي، او د عدد په اندازه ګروپ جوړ کړي. هر هغه ماشومان چې له ګروپ نه پاته شو له لوبې نه اخراج کیږي. همدارنګه سهولت کار کولای شي، د عدد پر ځای د کینی یا پاځېګئ کلمې ووايي؛ او ماشومان د سهولت کار د هدایت مطابق عمل اجرا کړي. هر هغه ماشوم چې د سهولت کار د هدایت مطابق یې عمل تر سره نه کړ باید له لوبې نه اخراج شي. او هر هغه ډله چې تر آخر پورې پاته شي د لوبې ګټونکي شمېرل کیږي.
د لوبې اهداف
په ماشومانو کې یووالۍ، فکري، هوساینه، او د ملګرتیا هوډ را منځ ته کول، په ماشومانو کې د عاجلې تصمیم نیونې وړتیا را برسېره کول.
لار ښوونې
د پراخه ځای د درلودو په صورت کې په دې لوبه کې چې څومره ماشومان زیات وي نو ښه به وي. تسهیلوونکی د دې لوبې د تر سره کولو په وخت کې د ماشومانو سلامتیا ته پوره پوره پاملرنه ولري. دا داسې لوبه ده چې په ډیر کم وخت کې تر سره کېدئ شي.
وروستي