د ماشومانو ولسي لوبې – دریمه برخه

ورک شی او دلاس پړقا
په دې لوبه کې یو تن ماشوم له میدان یا له نورو ماشومانو نه لرې درول کیږي. نور ماشومان په خپلو منځو کې یو معلوم شی لکه( قلم، پنسل، کتابچه...) پټ کوي. کله یې چې معلوم شی پټ کړ، بیا هغه ماشوم چې له میدان یا نورو ماشومانونه لرې ولاړ وي ورته ویل کیږي چې ورک شی پیدا کړه.
 
ناست ماشومان به د شي پیدا کولو په لړ کې په داسې ډول د لاسونو پړقا باسي چې کله ماشوم هغه ورک شوي شي ته ورنږدې شو نو ناست ماشومان به د لاسونو پړقا تیزه کوي، او هر کله چې ترې لرې شو نو د لاسونو پړقا به ورو ورو کوي. ناست ماشومان به د لاسونو په تیزه او ورو پړقا سره هغه ماشوم ته لارښوونه کوي چې غواړي شی پیدا کړي.
 
او هر کله چې ورک شوي شي ته ورنږدې شي، نو د لاسونو پړقا به تیزه کوي او هر کله چې ترې لرې شو نو د لاسونو پړقا به ورو کوي. په همدې ډول ماشوم باید د نورو ماشومانو د لاس پړقا په واسطه د ورک شوي شي موقیعیت معلوم کړي او شي پیدا کړي.
 
د لوبې اهداف
په ماشومانو کې د سالمې بوختیا له لارې مثبته روحیه را منځه ته کول، ماشومان تیز فکر او دقت کولو ته هڅول.
 
لار ښوونې
په دې لوبه کې کولای شي چې ټول ماشومان په یو وخت کې کډون وکړي. ماشومان کولای شي چې د دایرې او یا هم په نا منظم ډول سره ولاړ او یا ناست وه اوسي