ولسي لوبې-څلورمه برخه

په دې لوبه کې ماشومان په دوه یا ډېرو ګروپونو باندې وېشل کیږي. له هر
ګروپ نه همزولي ماشومان ټاکل کیږي، او هر ماشوم د خپلو دواړو پښو په منځ
کې د والیبال یا فوټبال توپ په داسې ډول نیسي چې د حرکت کولو په وخت کې
ترې و نه لویږي.
کله چې ماشومانو توپونه د پښو په منځ کې کلک ونیول د ټاکل شوي ځای په لور
د حرکت امر ورته کیږي، او ماشومان کوښښ کوي چې توپ د پښو په منځ کې
کلک نیولی تر ټاکل شوي هدف یا ځای ته یې ورسوي.
په دې لوبه کې هر هغه ګروپ کټونکی بلل کیږي چې غړي یې د نورو ګروپونو
په پرتله ډیر توپونه ټاکل شوي هدف ته ورسوي.
د لوبې اهداف
دا لوبه ډیر فکري دقت ته اړتیا لري نو له همدې امله، دا لوبه د ماشومانو ذهني
وړتیا،دقت، او چټکوالی ته ګټه رسوي.
لار ښوونې
د دې لوبې تر سره کول به ماشومانو ته لږ څه ستونزمن کار وي، نو تسهیلوونکی
باید د متوسط عمر(۱۲-۱۶) کلو ماشون د دې لوبې د تر سره کولو لپاره انتخاب
کړي. همدارنګه ماشومانو کولای شي چې په انفرادي ډول هم دا لوبه تر سره
کړي. هغه ټاکلی ځای چې ماشومان هلته توپ رسول غواړي باید له ماشومانو
ډیر لرې نه وي.